د ايران پر وړاندې كې له سعودي عربستانه د امريكا ملاتړ!

د امريكا متحدو ايالتونو د ايران په اړه د سعودي عربستان له سياسي دريځه ملاتړ وكړ.

د ايران پر وړاندې كې له سعودي عربستانه د امريكا ملاتړ!

 

 

امريكايي چارواكو د عربستان له هغو څرګندونو نه چې له مخې يې پر ايران تور لګول شوى دى چې په يمن كې حوثي جنګياليو ته يې باليستيكي توغندي وركړي دي، ملاتړ وكړ.

د سپېنۍ ماڼۍ لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د سعودي عربستان لخوا پر نوموړي هېواد باندې حوثي جنګياليو لخوا د باليستيكي توغندي د بريد تر شا د ايران د لاس لرونكو د افشا كولو نه ملاتړ كوي.

په اعلاميه كې راغلي دي چې ``په سيمه كې د ايران فعاليتونه غندو. په سيمه كې د ايراني رژيم د بريدونو او د نړۍ حقوقو تر پښو لاندې كولو پر وړاندې د سعودي عربستان او خليج د هېوادونو د متفقينو ترڅنګ ولاړ يو.``

د اعلاميې له مخې په يمن كې د نښتو تر پيل وړاندې باليستيكي توغندي نه وو. پر ملګرو ملتونو غږ كوو چې د ايران د سيمه ايز حرص په پايله كې د يمن په هېواد كې د جنګياليو نه د ناوړه ګټې پورته كولو په برخه كې پراخه څېړنې وكړي.



اړوند خبرونه