د امريكا پر وړاندې د همكارۍ وړانديز

د ايران ديني مشر آيت الله علي خامنه ايي په تهران كې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره د ليدنې پر مهال د امريكا پر وړاندې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ګډې همكارۍ وړانديز وكړي.

د امريكا پر وړاندې د همكارۍ وړانديز

 

 

خامنه چې پرون د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره ليدنه كړې وه، نن يې د يوې وينا په ترڅ كې وويل چې د ايران د خلكو تر ټولو لوى دښمن د امريكا متحده ايالتونه دي. نوموړي زياته كړه چې د اتومي لانجې په اړه د لاسليك شوي تړون په برخه كې به د واشنګټن فشارونو ته غاړه كېنږدي.

خامنه ايي پر پوتين د امريكا پر وړاندې د ګډې همكارۍ غږ وكړ او زياته يې كړه چې د دواړو همكاري به امريكا په يواځېتوب محكومه كړي. د نوموړي په وينا دواړه هېوادونه بايد د امريكا د تجريد او د منځني ختيځ د ثبات په موخه يو بل سره همكاري وكړي.



اړوند خبرونه