کویټ  د اسراییلو پر خلاف  تاریخي  غبرګون وښود.

نړۍ د اسراییلو د هیت پر خلاف د کویټي هیت د سخت غبرګون په اړه بحث کوي.

کویټ  د اسراییلو پر خلاف  تاریخي  غبرګون وښود.

کویټ  د اسراییلو پر خلاف  تاریخي  غبرګون وښود.

د کویټ  د پارلمان ریس  مرزوق الغانم د پارلمانونو د نړۍوالې ټولنې په غونډه کې  د اسراییلو هیت نه هر څه ژر  د سالون نه د وتو غوښتنه وکړه. هغه اسراییلي هیت ته وویل چې قاتلین  او په بیا د ماشومانو قاتلین باید پدې غونډه کې نه وي.

د کویټ  د پارلمان ریس  الغانم غونډې ته د وینا پر مهال  د اسراییلو هیت ته مخ واړو او وویل « که  د ذرې  په اندازه  شرم  او حیا ولرئ  ددې سالون نه به ووځۍ. ځکه چې تاسې  د ماشومانو قاتلین یاست. ای قاتلینو ، ای د ماشومانو قاتلینو. »

د کویټ  د پارلمان د ریس  ددې غبرګون نه د لاسونو په ټقولو سره  هر کلی وشو او اسراییلي هیت  د سالون نه  بهر شو.

د کویټ د پارلمان ریس  داسې وویل « دا غاصب د پارلمان وکیل  چې د کوم  دولت استازیتوب کوي  ، هغه دولت  ترهګر  دی. په نړۍ کې  مشهوره معقوله ده  چې وايي  که نه شرمیږې  نو هر څه کاوه. پدوې کې  شرم  او حیاء  نشته. تاسې په ټولو  حقیقتونو ډیر ښه پوهیږۍ. خو  که  د ذرې په انداز  شرم  او حیاء ولرئ ددې سالون نه بهر شۍ. ای یرغلګرو، ای قاتلینو ، ای د ماشومانو قاتلینو.»



اړوند خبرونه