پر مسجد الاقصى چاپه!

په بيت المقدس كې تېر سهار سلګونو يهودي سخت دريځو پر مسجد الاقصى باندې چاپه واچوله.

پر مسجد الاقصى چاپه!

 

 

د قدس د اسلامي اوقافو د ادارې وياند پدې اړه وويل چې تېر سهار شاوخوا ۳۴۳ تنو يهودي ستخدريځو په داسې حال كې چې د اسراييلو د پوليسو نظارت لاندې وو، د مسجد الاقصى انګړ ته ننوتي دي او مسلمانانو ته يې مزاحمت كړى دى.

د نوموړي په وينا پرون هم شاوخوا ۵۰۰ تنه يهودان مسجد ته ننوتل او د مسلمانانو پر وړاندې يې شعارونه وركول.

ددې ادارې لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د يهودانو لخوا پر مسجد الاقصى باندې د چاپې اچولو پېښې پدې وروستيو كې زياتې شوي دي او د هرې ورځې په تېرېدلو سره يې شمېره زياتيږي.

په مسجد كې روان حالات ترينګلي دي د خلكو ژوند د خطر سره مخامخ دى. د مسجدونو ساتنه د ټولو مسلمانانو پورې اړه لري.

ختيځ بيت المقدس او لوېديځه تراړه چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله يعنې مسجد الاقصى هم په كې موقعيت لري،  د ۱۹۶۷م كال راهيسې د اسراييلو تر يرغل لاندې سيمې دي.

تر يرغل لاندې ختيځ بيت المقدس كې شاوخوا ۲۰۰ يهودي يرغلګر او په لوېديځه تراړه كې ۴۰۰ يرغلګر يهودان ژوند كوي چې د اسراييلو د دولت لخوا ورته كورونه جوړ شويدي. دا په داسې حال كې ده چې نړيوال قوانين  حكم كوي چې تر يرغل لاندې سيمو كې ټول يهودي كورونه غير قانوني دي.



اړوند خبرونه