ملګروملتونو سازمان  د سعودي عربستان په مشرۍ  ایتلاف  په تور لست کې  شامل کړ.

سعودي عربستان د ملګروملتونو په تور لست کې شامل شو

ملګروملتونو سازمان  د سعودي عربستان په مشرۍ  ایتلاف  په تور لست کې  شامل کړ.

ملګروملتونو سازمان  د سعودي عربستان په مشرۍ  ایتلاف  په تور لست کې  شامل کړ.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونه  په یمن کې  د بشري حقونو نه د تیري  او د تر ۷۰۰ تنو ډیرو ماشومانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو  له امله  د ملګروملتونو د سازمان په تور لست کې  شامل کړې شول.

د ملګروملتونو سازمان  سرمنشي  انتونیو ګوتریس  ( ماشومان او وسله والې نښتې ) تر نامه لاندې  راپور  د امنیت شورا ته  وړاندې کړ.

د راپور سره  سم  د ملګروملتونو سازمان  تور لست هم  د امنیت شورا ته وړاندې شو. پدې لست کې  د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف نوم  شامل شوی  دی.

د ویلو ده چې  د ملګروملتونو سازمان په تور لست کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د شاملولو او یا نه شاملولو په اړه هم  ډیر زیات بحثونه وشول. د امریکا په مشرۍ ایتلاف بیا  په تور لست کې شامل  نه شو.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف  چې تیر کال  هم  د ملګروملتونو سازمان په تور لست کې  نیول شوی وو او لنډه موده وروسته  بیرته ویستل شوی وو یو ځل بیا په تور لست کې شامل کړې شو.

د ملګروملتونو سازمان لخوا په جوړ شوي راپور کې ویل شوي دي چې  د سعودي عربستان په مشرۍ  ایتلاف  په ۲۰۱۶ کال کې  ۶۸۳ تنو ماشومانو ته  مرګ ژوبله اړولې ده  او په ۳۸ ښوونځیو او روغتونونو يي  بمباري کړې ده .

د ویلو ده چې   په یمن کې حکومتي ځواکونه، حوثي یاغیان ، د القاعدې ترهګره ډله  او د حکومت پلوي ملیشه  ډلې  هم  د ملګروملتونو سازمان په تور لست کې  نیول شوي دي.

دا  ډلې  په وسله والو نښتو کې  د بشري حقونو نه په تیریو  او د ماشومانو او بې ګناه انسانانو د حفاظت په خاطر  د هیڅډول تدابیرو په نه نیولو تورنې دي.

د یادولو وړ ده چې  د ملګروملتونو سازمان په تور لست کې  په سوریه کې د بشار اسد ځواکونه، د داعش ترهګره ډله  او د افغانستان  د طالبانو ډله هم  شامله ده.

هیر باید نه شي  چې  د ملګروملتونو  د سازمان په تور لست کې  د سعودي عربستان په مشرۍ  د ایتلاف  د داخلولو په مسله کې  د بشري حقونو نه د څار سازمان  او ملکي ټولنو  ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي دي. نوموړو  د ملګروملتونو نه  د سعودي په مشرۍ د ایتلاف  په تور لست کې د شاملولو غوښتنه کوله.

د بشري حقونو نه د څار سازمانونو او ملکي ټولنو  د ملګروملتونو سازمان په تور لست کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف د شاملولو له امله  ډیره زیاته  خوښي ښودلې ده .

د یادو شوو سازمانونو او ټولنو لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې  د شرم  او خجالت پدې لست کې  د سعودي په مشري د ایتلاف  د شاملولو چې د سلګونو تنو ماشومانو د مرګ ژوبلې او د  په  لسګونو ښوونځیو او روغتونونو  د  بریدونو  مسئول  بلل کیږي  یو ډیر مهم  ګام  دی.   

همداشان  یادو شوو سازمانونو او ټولنو غوښتنه کړې  تر کومه چې سعودي عربستان  د ماشومانو د مرګ ژوبلې  د مخنیوي په برخه کې قوي تدابیر نیولي نوي  پدې هیوادونو باندې باید د هر ډول  وسلو په پلورولو بندیز ولګول شي.



اړوند خبرونه