د نتنياهو پر ښځې د مالي فساد تور

د اسراييلو د لومړي وزير بينيامين نتنياهو پر مېرمن سارا نتنياهو باندې تور لګول شوى دى چې شاوخوا ۱۰۰ زره ډالره دولتي پېسې يې د خپلو شخصي ګټو او خوړو په اخيستلو لګولي دي.

د نتنياهو پر ښځې د مالي فساد تور

 

د اسراييلو د لومړي وزير بينيامين نتنياهو پر مېرمن سارا نتنياهو باندې تور لګول شوى دى چې شاوخوا ۱۰۰ زره ډالره دولتي پېسې يې د خپلو شخصي ګټو او خوړو په اخيستلو لګولي دي.

ددې هېواد لويې څارنوالۍ اعلان وكړ چې پدې اړه يې د لومړي وزارت مقام ته معلومات وركړي دي.

 د لومړي وزير نتنياهو پر مېرمن او يو مرستيال يې تور لګول شوى دى چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ كلونو ترمېنځ يې د دولتي پېسو په لګولو سره د خپل ځان لپاره خواړي اخيستي او په دولتي ودانيو كې د آشپزانو د شتوالي سره سره يې مقاماتو ته دروغ ويلي دي.

پدې ډول يې د دوو كلونو په اوږدو كې د ۱۰۲ زره ډالرو په ارزښت له رستورانتونو نه خواړي ترلاسه كړي دي.


پيوندونه: اسراييل , نتنياهو

اړوند خبرونه