د عراق بر سر د سعودي - ايران رقابت

په عراق كې د شيعه ګانو مهم سياسي او مذهبي مشر مقتدا الصدر تېره اونۍ په حيرانوونكي توګه له سعودي عربستانه او متحده عربي اماراتو نه رسمي ليدنه وكړه. دا ليدنه پدې وروستيو كې د عراق پر سر د سعودي عربستان او ايران د رقابت له پلوه ځانګړى اهميت لري

د عراق بر سر د سعودي - ايران رقابت

 

 

 

داسې ښكاري چې په عراق كې نوې سياسي دوره پېلېدونكي دي. پدې وروستيو كې د هېواد په شمال كې د كردانو لخوا د خپلواكۍ د ټولپوښتنې سربېره د عراق تر ټولو مهم سياسي او مذهبي مشر مقتدا الصدر هم د اجندا په سر كې ځاى نيولى دى. صدر چې د عراق په سويل كې با نفوذه سياسي څېره ده تېره ورځ يې له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو رسمي ليدنې ترسره كړې. پدې ډول د سعودي عربستان لخوا په سيمه كې د ايران د نفوذ د مخنيوي له پلوه ډېره مهمه ده.

په ۲۰۰۳م كال كې پر عراق باندې د امريكايي يرغل په پايله كې تر ټولو زياته ګټه يې ايران ته ورسېدله. په ۲۰۱۴م كال كې د داعش د ظهور سره ايران په مخامخ ډول د داعش سره د جګړې په بهانه په عراق كې خپل فعاليت زيات كړ.  پدې موده كې په عراق كې يو شمېر ديني علما او سياسي څېرې چې د ايران له نفوذه ناراحته دي تل يې پدې اړه خپل نظريات څرګند كړي. دا حالت د سعودي عربستان لپاره چې په عراق كې د ايران له نفوذه تر ټولو زيات ناراحته دى ښه چانس بلل كيږي.

عراقي حكومت د ۲۰۰۳م كال راهيسي ونشو كولاى چې په هېواد كې باثباته حكومت رامنځته كړي. د همدې امله په ۲۰۱۴م كال كې داعش د ترهګرې ډلې د ظهور سره سم عراقي ځواكونو د مقاومت وس له لاسه وركړ. د عراق اوردو او پوليسو چې د داعش سره د مبارزې وړتيا يې نه درلودله په اسانۍ سره سيمې ورته پرېښودلې. حكومت ددې ستونزې د آواري په موخه په سيمه كې د داوطلبو شيعه ملېشو پر مټ  حشد الشعبي په نامه ملېشوي اوردو جوړه كړه چې ټول مادي او تخنيكي مرسته يې د ايران پر غاړه وه.  ايران پدې ډول وتوانېد چې په عراق كې خپل نفوذ ته مشروعيت وركړي.

مقتدا الصدر هم د حشد الشعبي د ملېشو په ليكو كې وفاداره سرتيري لري. صدر تل د عراق په سياست كې مهم ځاى درلودلى دى. همداراز د عراقي شيعه علماو ترمېنځ هم ورته درناوى كيږي. نوموړي پخوا د امريكايانو او د مالكي د ادارې سره هم ستونزې درلودلې. د صدر د سياسي دريځ په سر كې د دين ترڅنګ نشنليزم هم ځاى لري. د همدې امله د نورو شيعه مشرانو نه توپير لري. هغه په عراق كې د نجف په سيمه كې په خپل عربي هويت باندې تل افتخار كوي چې د همدې امله ځيني وختونه د ايران سره يې اړيكې خرابيږي.

له سعودي عربستانه د مقتدا الصدر ليدنې د يو زيات شمېر شنونكو د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. د عراق – عربستان اړيكې چې د اوږدې مودې راهيسې ترينګلي دي ددې ليدنې په پايله كې د نورمالېدلو په حال كې دي. د لومړي ځل لپاره د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير له بغداده رسمي ليدنه وكړه. ددې په مقابل كې مقتدا الصدر بيا د سعودي د دفاع د  وزير او د وليعهد محمد بن سلمان لخوا حضور ته ومنل شو.

سعودي عربستان چې هوډ لري په عراق كې د ايران نفوذ محدود كړي، كيداى شي له ايرانه ناراضه د شيعه علماو او سياسي مشرانو د خپلولو هڅې وكړي. همداراز له داعشه د نيول شوو سيمو د بيا رغولو په موخه به جدي مالي مرسته وكړي.  پدې ډول به د عراقي حكومت سره د تماس په ډېرولو د ايران د نفوذ د محدودلو لارې چارې ولټوي.



اړوند خبرونه