د اسراییلو  د دفاع د وزیر د موټرو په کتار  برید وشو.

یهودانو د اسراییلو د دفاع د وزیر د موټرو په کتار برید وکړ

د اسراییلو  د دفاع د وزیر د موټرو په کتار  برید وشو.

د اسراییلو  د دفاع د وزیر د موټرو په کتار  برید وشو.

په  اسراییلو  کې  د هاریدي یهودانو  د نوموړي هیواد د دفاع د وزیر د موټر په کتار  چې  د لویدیځ بیت المقدس نه يي لیدنه کوله  برید وکړ.

په برید کې  د دفاع وزیر ته  ځاني  زیان  ندی اوښتی.

ویل کیږي  د اسراییلو د دفاع وزیر اویګدور لیبرمن د سیمې نه  لیدنه د وروسته  د ستنیدو په حال کې وو چې د موټرو په کتار يی برید وشو.

د اسراییلو پولیسو  د یادې شوې پیښې په اړه ویلي دي چې ، په لویدیځ بیت المقدس کې  دینداره  یهودانو  د دفاع وزیر لیبرمن  د موټرو په کتار  د تیګو او نورو  شیانو برید کړی دی .

پولیسو ویلي دي چې  د دفاع د وزیر د موټرو په کتار د میاشیریم  د سیمې نه  د لیدنې نه وروسته  برید وشو.

په برید کې  هغه ته  کوم زیان  ندی اوښتی. پولیسو  سمدلاسه مداخله وکړه او قهرجن یهودان يي  خواره کړل.

پولیسو ویلي دي چې د دفاع وزیر د موټرو د کتار د تیریدو نه وروسته  نوموړو یهودانو د پولیسو سره نښته وکړه. پدې نښته کې یوه پيغله په سر ټپۍ شوه.



اړوند خبرونه