قطر  د انګلستان سره  ګډ عسکري تطبیقات  ترسره کړل.

د قطر او انګلستان سمندري ځواکونو د قطر په اوبو کې  ګډ عسکري تطبقات ترسره کړل.

قطر  د انګلستان سره  ګډ عسکري تطبیقات  ترسره کړل.

 قطر  د انګلستان سره  ګډ عسکري تطبیقات  ترسره کړل.

د قطر او انګلستان سمندري ځواکونو د قطر په اوبو کې  ګډ عسکري تطبقات ترسره کړل.

د قطر د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د قطر د امارت سمندري او ځانګړو سمندري ځواکونو د انګلستان  د سمندري ځواکونو سره په ګډه  ۱۲ جلا جلا سمندري تطبیقات ترسره کړي دي.

په خبرپاڼه کې  راغلي دي چې  دا تطبیقات په دوو پړاونو  کې  ترسره شوي دي.

په لومړني پړاو کې  د مخابراتو، اورلګیدنې پر وړاندې د مبارزې، په سمندر کې د کښتیو د عارضې د تثبیت  او د خرابې شوې کښتۍ وچې ته د راویستو پر مهال د کښتیو د امنیت نیولو په اړه وو. دویم پړاو بیا  د اوبو لاندې  د ځای په ځای شوو ماینونو د کشف او شنډولو او په عینې حال کې  د توپچي او توغندیو د بریدونو په اړه وو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  تطبیقاتو دوه ورځې دوام وکړ.

دا تطبیقات  د انګلستان په غوښتنه  او د قطر او انګلستان ترمنځه  د دفاعي صنایعو په برخه کې  د همکارۍ  په برخه کې د لاسلیک شوي تړون په چوکاټ کې ترسره شوي دي.



اړوند خبرونه