د سعودي عربستان د جازان په ښار کې په امنیتي ځواکونو چاودنه وشوه

د یمن سره په پوله کې پروت د سعودي عربستان د جازان په ښار کې په امنیتي ځواکونو  چاودنه وشوه.

د سعودي عربستان د جازان په ښار کې په امنیتي ځواکونو چاودنه وشوه

د یمن سره په پوله کې پروت د سعودي عربستان د جازان په ښار کې په امنیتي ځواکونو  چاودنه وشوه.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې  د یمن سره په پوله کې پروت  د جازان په سرحدي ښار کې په امنیتي ځواکونو د کتار د تیریدو پر مهال چاودنه وشوه.

د سعودي عربستان د پوځ ویاند  جنرال منصور الترکي  خبري  رسنیو ته ویلي دي چې پدې پيښه کې  د محمد شامي په نامه  یو تن  سرتیری  چې سخت ټپي شوی وو  په روغتون  کې ساه ورکړه.

د ویلو ده چې  د روانې اوونۍ په دننه کې دا دویم  ځل دی چې  د سعودي عربستان په امنیتي ځواکونو چاودنې کیږي.

تیرو ورځو کې د سعودي عربستان د القطیف په ښار کې په امنیتي ځواکونو چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یو تن جګړن  ژوند د لاسه ورکړ او ځیني سرتیري ټپیان شول.



اړوند خبرونه