په قطر كې تركي محصولاتو سره بې شانه مينه

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د خليج د هېوادونو په ګډون د يو شمېر نورو هېوادونو لخوا پر قطر باندې د بنديزونو د لګېدلو سره سم تركيې ددې هېواد مرستې ته ودانګل.

په قطر كې تركي محصولاتو سره بې شانه مينه

 

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د خليج د هېوادونو په ګډون د يو شمېر نورو هېوادونو لخوا پر قطر باندې د بنديزونو د لګېدلو سره سم تركيې ددې هېواد مرستې ته ودانګل.

تركيې په لومړي ګام كې د خوراكي موادو د كمښت نه د مخنيوي په موخه د بار وړونكو الوتكو په واسطه نوموړي هېواد ته خوراكي مواد ولېږل.

په لومړي سر كې قطر ته د چرګ غوښه، هګۍ، شيدې، مستې او سبزيجات لېږل شوي دي. دا محصولات د قطري مشتريانو د پام وړ ګرځېدلي دي. د تركيې لخوا صادراتي توكو باندې د قطر په ماكېټونو كې ليكل شوي دي چې، `` له تركيې د هوا له لارې راغلي دي.``

په پلازمېنه دوحه كې د الميرا د ماركېټونو په ځنځير كې  د خلكو د ځانګړې علاقې په پايله كې د تركي محصولاتو يوه زياته برخه پاى ته رسېدلې ده. د ماركېټ چارواكي وايي چې يو زيات شمېر مشتريان د تركي محصولاتو غوښتنه كوي چې د اوس لپاره يې د كمښت سره مخامخ يو.

د بله پلوه مشتريان هم پدې سختو شپو ورځو كې د قطر سره د تركيې له همكارۍ خوشاله دي. يو شمېر كسانو پر عربي هېوادونو د نېوكې ترڅنګ وويل چې ``حقيقي دوستانه اړيكې هغه دي چې په سختو ورځو كې د خپل دوست لاس نيوى وكړې. هيله ده چې عربي هېوادونه هم دا زده كړي.``


پيوندونه: تركيه , قطر

اړوند خبرونه