په سعودي عربستان کې په پولیسو  راکټي برید وشو.

په سعودي کې په پولیسو خونړی برید وشو

په سعودي عربستان کې په پولیسو  راکټي برید وشو.

په سعودي عربستان کې په پولیسو  راکټي برید وشو.

د سعودي عربستان د القطیف په ښار کې  د یو راکټي برید په پایله کې یو تن پولیس مړ  او ۵ تنه نور ټپیان شول.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور الترکي  ویلي دي چې  د هیواد په لویدیځ کې د القطیف  ښار د ماسورا  په سیمه کې  د پراختیايي  پروژې په کارکوونکو  وسله وال برید وشو.

د پیښې نه وروسته  امنیتي ځواکونه  سیمې ته وستول شول چې په هغوې هم  د ار پي جي راکټ  برید وشو.

په راکټي برید کې یو تن پولیس مړ او ۵ تنه نور ټپیان شول.

هغه وویل چې ترهګر د برید نه وروسته په تیښته بریالي شوي دي چې د نیولو په خاطر يي  پراخه عملیات  پيل شوي دي.



اړوند خبرونه