د اسد رژیم په ظلم کې سرحد نه پیژني

د اسد رژیم په زرګونو تنه په داشونو کې سوځولي‌ دي.

د اسد رژیم  په ظلم کې  سرحد نه پیژني

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت  ویلي‌ دي‌ چې  د اسد رژیم  په زرګونو تنه مخالفین د وژلو نه وروسته  په داشونو کې  سوځولي‌ دي.

د  امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالانو نه  ستورت جونیس   خبري‌ غونډې ته وویل چې  د اسد رژیم  په زرګونو تنه  مخالفین  د صیدیانا  په  زندان کې  د وژلو نه  وروسته په داشونو کې  سوځولي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌  د صیدیانا  زندان چې  د پلازمینې  دمشق په ۴۵ کیلومترۍ کې  موقعیت لري د اسد رژیم  پکې   د ورځې  په اوسط   ډول  ۵۰ تنه  د وژلو نه وروسته  په داشونو کې  سوځولي  دي.

هغه  ویلي‌ دي‌ چې  داسې  معلومات  يي ترلاسه کړي‌ دي‌ چې  د اسد رژیم  د صیدیانا  په زندان کې  د  زندانیانو  د وژلو نه وروسته  د دلیلونو  د لمنځه  وړو  په  خاطر  ځانګړي‌ داشونه  جوړ کړي‌ دي. 

هغه  دا څرګندونې  د بهرنیو چارو وزارت په ورځنۍ  خبري‌ غونډه کې  وکړې. هغه  پدې  غونډه کې  د خبریالانو سره  د صیدیانا  د زندان  د داشونو  ځیني‌ عسکونه  چې  د مصنوعي‌ سپوږمه کۍ لخوا  اخیستل شوي‌ دي‌ شریک کړي‌ دي. 

ویل کیږي‌ د نوموړې  مسلې په اړه لومړني‌ عسکونه په ۲۰۱۳ کال کې اخیستل شوي‌ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت  مرستیال  ویلي‌ دي‌ چې  د اسد رژیم  د بې اخلاقۍ  او ظلم  په برخه کې  خپه  د سرحد نه اړولې  ده.

نوموړی  امریکايي  چارواکی  چې  د استانه  د سولې په مذاکراتو کې  د امریکا  د  استازي‌ په توګه ګډون کړی وو  ویلي‌ دي، په سوریه کې  د سولې  او روغې جوړې  په خاطر  هیلې  او امیدونه  شتون نلري. هغه ویلي‌ دي‌ ګمان نه کوي‌ چې په سوریه کې  دې  جګړه او نښتې  پایته ورسیږي. ځکه چې د اسد رژیم  سوله نه غواړي. 

هغه ویلي‌ دي‌ د سوریې  رژیم  چې تر کومه  د ملکي‌ وګړو او مخالفینو  وژنو ته  د پای ټکی کینږدي  پدې هیواد کې  سوله ناممکنه ښکاري. هغه وویل چې  روسیه باید  د اسد په رژیم  فشار وارد کړي‌ او هغه  سولې ته  اړ باسي.


پيوندونه: اسد رژیم , سوریه

اړوند خبرونه