په سوريې باندې د امريكا د توغنديو بريد او پايلې

په سوريه كې د بشار اسد د رژيم لخوا د ادليب په ښار كې د كيمياوي وسلو په واسطه له بريده وروسته چې په كې سلګونو تنو ته مرګژوبله واوښتله د امريكا د متحدو ايالتونو بحري ځواكونو د سوريې د حمص په ښار كې د بشار اسد د رژيم اړوند پر يو نظامي هوايي ډګر باندې د راكټو

717351
په سوريې باندې د امريكا د توغنديو بريد او پايلې

 

 

 

څه موده وړاندې د بشار اسد د رژيم هوايي ځواكونو د سوريې د ادليب د ښار د خان شيخون په سيمه كې د كيمياوي وسلو په واسطه بريد ترسره كړ چې په كې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۰۰ تنو زيات ووژل شول او څه باندې ۱۵۰ تنه ټپيان شول. د امريكا بحري ځواكونو ددې په ځواب كې د سوريې د حمص په ښار كې د بشار اسد د هوايي ځواكونو اړوند يوه نظامي هډه  د مديترانې له بحېرې په كېښتۍ كې د توغنديو د نصب شوي سيستم په واسطه د ټاماهاك په نامه ۵۹ توغندي وويشتل. كه مو په ياد وي په امريكا كې د باراك اوباما د ولسمشرۍ پر مهال نوموړي څرګنده كړې وه چې د بشار اسد لخوا د كيمياوي وسلو كارول، زموږ لپاره سره كرښه ده. ددې سره سره اسد څو ځله كيمياوي وسله وكاروله خو امريكايي مقاماتو هېڅ ډول اقدام ونكړ. د ټرمپ او اوباما د اداراتو ترمېنځ دا تر ټولو لوى توپير ليدل كيږي. دا چې دا ډول بريدونه به همداسې دوام وكړي او كه نه، پدې اړه څه نشو ويلاى.

پر سوريې باندې د امريكا د توغنديو بريد د يو شمېر كسانو په ذهن كې دا پوښتنه را ژوندۍ كړه چې آيا ددې هېواد په اړه د امريكا په سياست كې بدلون راغلى دى؟ دا ځكه چې د ټرمپ سلاكارانو پخوا ويلي ول چې په سوريه كې زموږ لومړيتوب د بشار اسد د رژيم نسكورول نه دي. د توغنديو تر بريد وروسته بيا امريكايي چارواكو وويل چې د بشار اسد لخوا د واك د پرېښودلو پرته په سوريه كې سياسي حل لاره ناممكنه ده. امريكا غواړي چې په سوريه كې په لومړي سر كې داعش وځپي او بيا وروسته د بشار اسد د رژيم په اړه تصميم ونيسي. پدې ډول به د ايران نفوذ لږ كړي او د سياسي حل لارې په موخه به عملي ګامونه پورته كړي.

په سوريه كې روان كړكېچ د امريكا د ګټو لپاره لوى خطر دى. ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړيو ورځو ايران په ترهګرۍ تورن كړ. په سوريه كې روان كړكېچ د بل هر هېواد په پرتله د ايران په ګټه دى. په حمص كې پر نظامي هډې باندې د امريكا بريد په عين حال كې ايران ته يو پيغام لري.  كه چېرې امريكا نه غواړي چې په سيمه كې د ايران نفوذ نور هم زيات شي نو بايد په سوريه كې ددې هېواد له ملاتړه برخمنې جنګي ډلې وغندي او دوى كړنې د بشريت پر وړاندې د جرم په توګه په رسميت وپېژني.

سربېره پر دې امريكا نه بايد يواځې د كيمياوي وسلو د بريد په پايله كې د بشار اسد پر هډو بمبار وكړي. سربېره پر دې ددې رژيم لخوا د ملكي وګړو د وژل كېدو په صورت كې هم بايد امريكا اړوند ګام پورته كړي. په سوريه كې اوسمهال د ملكي وګړو د وژلو په موخه ۲۶ هوايي هډې فعالې دي. د ۲۰۱۱م راهيسې په سوريه كې د وژل شوو ملكي وګړو ډېره لږه برخه د كيمياوي وسلو په واسطه وژل شوې ده. پاتې كسان د همدې بمونو په واسطه وژل شوي دي.

تركيه هيله لري چې د بشار اسد هوايي ځواك چې د ملكي وګړو د وژنې په برخه كې تر ټولو زياته ونډه لري، له منځه لاړ شي. تركيه همداراز د نړيوالې ټولنې لخوا يواځې د كيمياوي وسلو پر وړاندې دا ډول غبرګون كافي نه بولي. تركيه غواړي چې د بشار اسد د رژيم لخوا په هره برخه كې د بشري حقونو نه سرغړونه نه يواځې وغندل شي بلكې د مخنيوي لپاره يې عملي ګامونه هم پورته شي.

 

په نږدې راتلونكې كې د سوريې په اړه د امريكا په سياست كې د هر اړخيز بدلون اټكل نه كيږي. ددې سره سره ځينې بدلونونه به رامنځته شي. امريكا كولاى شي چې د آزادې سوريې د اوردو په څېر مېنځمهالو مخالفينو سره خپله مرسته نوره هم زياته كړي او په سياسي ډګر كې د بشار اسد پر رژيم باندې فشار راوړي. 

د امريكايي ډيپلوماټانو د څرګندونو پر اساس د توغنديو د بريدونو اصلي موخه د بشار اسد د رژيم لخوا د كيمياوي وسلو د كارولو پر وړاندې ځواب وو. له بريدونو وروسته د روسيې او ايران په ګډون ځينو هېوادونو دا بريدونه وغندل خو د تركيې، انګلستان، فرانسې، سعودي عربستان او قطر په ګډون نورو هېوادونو بيا ترې هركلى وكړ. تركيه لا له پيله غواړي چې په سوريه كې د بشار اسد رژيم په ګونډو شي. د امريكا لخوا دا بريد ښايي چې د سوريې په اړه ددې هېواد په سياست كې محدود توپير راغلى دى. دا د تركيې لپاره ښه زيرى دى خو تركيه دا دول عمليات كافي نه بولي.

تركيې په سيمه كې د خپل ملي امنيت پر وړاندې د خطرونو د برطرفه كولو په موخه د فرات د سپر تر نامه لاندې عمليات پيل كړي ول. داسې ښكاري چې په راتلونكې كې هم د امريكا او يا روسيې ترمېنځ د يو سره د همكارۍ پرته خپل امنيت په پخپله وساتي.

 

 



اړوند خبرونه