حوثي یاغیانو یو ځل بیا د یمن نه په سعودي عربستان راکټي برید وکړ.
د یمن له لورې په سعودي عربستان راکټي برید وشو
حوثي یاغیانو یو ځل بیا د یمن نه په سعودي عربستان راکټي برید وکړ.
د یمن سره په پوله کې پروت د سعودي عربستان د نجران ولایت د ملکي خوندیتوب ادارې خبري رسنیو ته ویلي دي چې د حوثي یاغیانو د یمن له لورې د سعودي د نجران په ولایت راکټي برید کړی چې له امله يي ۵ تنه ټپیان شوي دي.
په برید کې د یو تن ماشوم او یوې ښځې په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.
یادې شوې ادارې د برید په اړه ډیر زیات جزیات ندي ورکړي.
د ویلو ده چې حوثي یاغیان وخت نا وخته د یمن خاورې نه په سعودي عربستان د توغندیو او راکټونو بریدونه کوي.
د سعودي عربستان هوايي دفاعي ځواکونه د ډیرو بریدونه مخه په هوا کې نیسي خو کله ناکله بیا راکټونه په ملکي میشتو سیمې غورځیږي.
سعودي عربستان د ۲۰۱۵ کال د مارچ د میاشتې راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف وخت نا وخته هوايي عملیات ترسره کوي.
حوثي یاغیانو د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې په مشروع حکومت کودتا وکړه او د پلازمینې صنعا په ګډون ځینې سیمې ونیولې. سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هیوادونو ایتلاف بیا د یمن د مشروع ولسمشر په غوښتنه د حوثي یاغیانو پر خلاف هوايي عملیات کوي.