د سعودي عربستان  پوځي  چورلکې سقوط وکړ.

سعودي عربستان  د دفاع وزارت  ویلي دي چې  ددوې  بلک هاوک  ډوله  یوه پوځي  چورلکه  په یمن کې ولویده.

د سعودي عربستان  پوځي  چورلکې سقوط وکړ.

د سعودي عربستان  پوځي  چورلکې سقوط وکړ.

د سعودي عربستان اړوند  یوې پوځي چورلکې  د یمن  د مارب په سیمه کې  سقوط وکړ چې په پایله کې  ۱۲ تنو سعودي پوځیانو ژوند د لاسه ورکړ.

سعودي عربستان  د دفاع وزارت  ویلي دي چې  ددوې  بلک هاوک  ډوله  یوه پوځي  چورلکه  په یمن کې ولویده.

په پیښه کې  د ۴ تنو منصبدرانو په ګډون  ۱۲ تنو پوځیانو ژوند  د لاسه ورکړ. سعودي عربستان ویلي دي چې د چورلکې د غورځیدو  لامل ناڅرګند  دی  او د پیښې په اړه يي  څیړنې پیل کړي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ  ایتلافي ځواکونو ویلي دي چې  چورلکه  د پوځي عملیاتو پر مهال  لویدلې ده.

پیښه  پرون  د سې شنبې په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوه.

 

 

د یادولو وړ ده چې  د تیرو ۲۴ ساعتونو په دننه کې  د امریکا ، ترکیې او سعودي عربستان د پوځونو اړوند  بلک هاوک  پوځي  چورلکو  سقوط کړی دی.

تیره ورځ  لومړی  د امریکا  د یوې بلک هاوک  پوځي  چورلکې  د نوموړي هیواد د ماریلنډ په ایالت کې د ګولف  په میدان کې ولویده. په پیښه کې  یو تن مړ او ۳ تنه نور ټپیان شول.

همداشان  پرون د ماسپخین په ساعتونو کې د ترکیې  پولیسو د تشکیلاتو اړوند  یوه سکورسکي بلک هاوک ډوله  چورلکه  د تونجعلي  په ولایت کې  د نامعلوم  لامل له امله  ولویده.  پدې پیښه کې  د یو تن قاضي، د پوځ یو تن افسر، ۷ پولیسو  او الوتکې د ۳ تنو عملې په ګډون  ۱۲ تنو ژوند  د لاسه ورکړ.

همداشان  پرون  بیا  د سعودي عربستان  اړوند  بلک هاوک ډوله  چورلکه  د یمن د مارب په سیمه کې ولویده  چې  د ۴ تنو افسرانو په ګډون ۱۲ تنو پوځیانو پکې ژوند لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه