اسراییلو  محکمې  یو تن فلسطیني  په ۳۹۶ کاله  بند  محکوم کړ.

فلسطیني وګړی ته د دوو تنو یهودانو او یو تن امریکايي د وژلو په تور ۳۹۶ کاله د بند سزا ورکړل شوه.

اسراییلو  محکمې  یو تن فلسطیني  په ۳۹۶ کاله  بند  محکوم کړ.

اسراییلو  محکمې  یو تن فلسطیني  په ۳۹۶ کاله  بند  محکوم کړ.

په ۲۰۱۵ کال کې د دوو تنو یهودانو او یو تن امریکايي  ګرځندوی په وژلو تورن  فلسطیني  په ۳۹۶ کاله  بند محکوم شو.

د اسراییلو د یدیعوت اخرونوت  ورځپاڼې د خبر له مخې  د محمد الحوروب  په نامه  فلسطیني  چې په ۲۰۱۵ کال د بیت المقدس په سویل کې  د الون شوت  په نامه  د یهودانو د ښارګوټي  ترڅنګ  د دوو یهودانو او یو تن امریکايي  د وژلو په تور  تورن شوی  وو  د عسکري محکمې لخوا په ۳۹۶ کاله بند محکوم شو.

همداشان محکمې  نوموړي  فلسطیني  د مقتولینو کورنیو ته  د ۲۰۰ زرو امریکايي ډالرو غرامت ورکولو جزا هم  ورکړې ده.

د اسراییلو اردو  د جنوري په میاشت کې  په خپور کړي  یو راپور کې ویلي وو چې  د ۲۰۱۵ کال  د اکتوبر  او ۲۰۱۶ کال د دسمبر تر پایه  د یهودي ښارګوټو د اوسیدونکو  د شکایتونو له امله يي  ۳۳۶۹ تنه  فلسطینیان  نیولي دي.


پيوندونه: اسراییل , فلـسطين

اړوند خبرونه