حوثي‌ یاغیانو  په  سعودي‌ عربستان د بالستیک توغندیو  د برید کولو ادعا کړې ده.

په یمن کې  حوثي‌ یاغیانو  په  سعودي‌ عربستان د بالستیک توغندیو  د برید کولو ادعا کړې ده.

حوثي‌ یاغیانو  په  سعودي‌ عربستان د بالستیک توغندیو  د برید کولو ادعا کړې ده.

په یمن کې  حوثي‌ یاغیانو  په  سعودي‌ عربستان د بالستیک توغندیو  د برید کولو ادعا کړې ده.

په یمن کې  د دولت مخالفو حوثي‌ یاغیانو ویلي‌ دي‌ چې  د سعودي‌ عربستان په پلازمینه ریاض کې  په عسکري‌ هډو  دوه د بالستیک توغندیو بریدونه کړي‌ دي.

د حوثي  یاغیانو پورې اړوند د سابا خبري‌ اژانس  د حوثي یاغیانو  د چګپوړي‌ چارواکي‌ له قوله ویلي‌ دي‌ چې  د یمن  خاورې نه  د سعودي‌ عربستان  په پلازمینه  ریاض کې د سلمان په هوايي  هډې  د بالستیک توغندیو دوه جلا جلا بریدونه کړي‌ دي.

حوثي‌ یاغیانو ویلي‌ دي‌ چې  توغندي‌ په عسکري‌ هډې  لګیدلي‌ دي.

د بله پلوه  د سعودي‌ عربستان په مشرۍ  ایتلافي‌ ځواکونو  او یا پخپله سعودي‌ عربستان بیا  د حوثي  یاغیانو د ادعا په اړه څه ندي  ویلي.

حوثي‌ یاغیانو ددینه مخکې هم  په سعودي‌ عربستان د بالستیک توغندیو برید هڅه کړې وه خو  د  توغندي‌  د  سعودي‌ عربستان هوايي  ځواکونو لخوا په هوا کې  شڼډ کړی شوي‌ وو.



اړوند خبرونه