د امريكا لخوا د لمانځه پر مهال پر مسجد هوايي بريد

د امريكايي سرچينو د خبر پر اساس په مسجد كې د ماسخوتن د لمانځه پر مهال د ترهګرو يوه غونډه يې په نښه كړې وه چې پكې يې لسګونه تنه وژلي دي.

د امريكا لخوا د لمانځه پر مهال پر مسجد هوايي بريد

 

 

دا په داسې حال ده چې ځايي اوسېدونكو د انادولو خبري آژانس ته ويلي دي چې د امريكايي الوتكو لخوا د تېرې شپې په بريد كې ترهګر نه بلكې د تبليغيانو د يو جماعت حلقه مېشته وه.

د معلوماتو له مخې ددې جماعت حلقه هره اونۍ د پنجشنبې په شپه د ماسخوتن تر لمانځه وروسته په مسجد كې د ذكر حلقه جوړوي.

د تبليغيانو د جماعت د يو شمېر غړو د معلوماتو پر اساس د تېرې شپې د ذكر د حلقې په اړه يې د سينا د كلي خلكو ته پخوا معلومات وركړي ول او له دوى يې غوښتنه كړې وه چې پدې حلقه كې ګډون وكړي.

د امريكا هوايي ځواكونو بيا د مخالفينو تر كنترول لاندې سيمه كې د حضرت عمر پر مسجد پداسې حال كې بريد وكړ چې مسجد له عبادت كوونكو ډك وو.

په سيمه كې د ژغورنكې ډلې يو تن چارواكي ويلي دي چې پر مسجد باندې لږ تر لږه ۴ بمونه غورځول شوي دي.

د تبليغيانو جماعت په ۱۹۲۷م ميلادي كال كې په هندوستان كې د محمد الياس كاندهلوي لخوا تاسيس شوى دى چې د پاكستان، هندوستان او بنګله دېش په ګډون په ټوله نړۍ كې ميليونونه لارويان لري.


پيوندونه: سوريه , حلب , مسجد

اړوند خبرونه