په حلب كې پر يو مسجد خونړى بريد
د سوريې د حلب د ښار په لوېديځ كې د جينا په نامه كلي كې پر يو مسجد باندې د ماسخوتن د لمانځه پر مهال هوايي بريد شوى دى.
693193
د لومړنيو شمېرو له مخې په بريد كې لږ تر لږه ۲۴ تنه لمونځ كوونكي وژل شوي دي.
په سيمه كې د ژغورنې د چارو د ډلې يو تن مشر د انادولو خبري آژانس ته ويلي دي چې داسې اټكل كيږي چې دا بريد د روسي الوتكو لخوا ترسره شوى وي.
د بريد په پايله كې لسګونه نور كسان هم ټپيان شوي دي چې د ژغورونكې ډلې لخوا د ويجاړ شوي مسجد په كنډوالو كې بند پاتې دي. ويل كيږي چې د بريد پر مهال په مسجد كې شاوخوا ۳۰۰ تنو لمونځ كوونكو عبادت كولو.
داسې وېره شته دى چې د وژل شوو كسانو شمېره نوره هم لوړه شي.