د بغداد د موټرو په هډه کې خونړۍ چاودنه

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د موټرو په هډه کې په چاودېدونکو موادو بار د موټر په چاودنه کې لږ تر لږه ۴۷ تنه   ووژل شول او تر ۵۰ تنو زیات ټپیان شول.

د بغداد د موټرو په هډه کې خونړۍ چاودنه

 

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د موټرو په هډه کې په چاودېدونکو موادو بار د موټر په چاودنه کې لږ تر لږه ۴۷ تنه   ووژل شول او تر ۵۰ تنو زیات ټپیان شول.

دا چاودنه د ښار په سوېل کې د البیعه په هډې کې د ګڼې ګوڼې پر مهال رامنځته شوې ده. د چاودنې پر مهال د ملکي وګړو ګڼه ګوڼه ډېره وه.

تر اوسه پورې د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د بله پلوه تېره ورځ د صدر په سیمه کې هم ځانمرګی برید ترسره شوی وو چې پکې ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۳۰ تنو زیات ټپیان شوي ول.


پيوندونه: بغداد , عراق

اړوند خبرونه