د عراق پوځ د فلوجې ښار د بیرته نیولو په عملیاتو کې داعش ته ستر ګوزار ورکړ
د عراق پوځ د داعش نه د فلوجه د ښار د نیولو په خاطر د پیل کړو سترو عملیاتو په لړ کې د ۷۰ تنو داعشیانو د وژلو نه خبر ورکړ.
د عراق د دفاع وزارت ویلي دي چې د فلوجه د ښار د بیرته نیولو په خاطر د روانو عملیاتو په لړ کې په یاد شوي ښار کې د داعش ترهګرې ډلې د ځینو قومندانانو په ګډون ۷۰ تنه وژلي دي.
د عراق د پوځ سره پدې عملیاتو کې شیعه ملیشه ځواکونه او سني قومونه مرسته کوي.
د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ ایتلافي ځواکونه ددې عملیاتو نه هوايي ملاتړ کوي.
د عراق اردو ویلي دي چې په ښار کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر د ښار نه د ملکي وګړو د وتو په خاطر دهلیزونه جوړ کړي دي . د بله پلوه د عراق هوايي ځواکونو خلکو ته د خبرداري ورکولو په خاطر د هوا له لارې د خبردارۍ اړوند لیکونه غورځولي دي.
همداشان د داعش پر خلاف د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو قومندان ستیف وارن ویلي دې چې د تیرو ۴ ورځو په دننه کې په داعش ۲۰ هوايي بریدونه کړي.
د یادولو وړ ده چې د فلوجې ښار په ۲۰۱۴ کال کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا ونیول شو.
د عراق پوځ د داعش ترهګرې ډلې نه د رامادي د ښار د ازادولو نه وروسته د فلوجې د ښار د بیرته نیولو هڅه کوي.
د بله پلوه په سوریه کې هم د رقه ښار د داعش نه د نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل شوي. د رقې په عملیاتو کې امریکايي ځواکونه هم ګډون لري.