د غشي ويشتلو په برخه كې مډال

د غشي ويشتلو په سياليو كې چې د بنګله دېش په هېواد كې ترسره شوې، تركي ټيم يوه د سرو زرو او يو د سپينو زرو مډالونه وګټل.

د غشي ويشتلو په برخه كې مډال

 

د غشي ويشتلو په سياليو كې چې د بنګله دېش په هېواد كې ترسره شوې، تركي ټيم يوه د سرو زرو او يو د سپينو زرو مډالونه وګټل.

د تركيې د غشي ويشتلو د فدراسيو د معلوماتو پر اساس دا سيالۍ د بنګله دېش په پلازمېنه ډاكه كې ترسره شوې چې په كې براق بركت د سرو زرو  او بېګمخان اليف اونسال د سپينو زرو مډالونو تر لاسه كړل. براق بركت په فاينل كې خپل بنګله دېشي رقيب ته د ۵ – ۱ په مقابل كې ماتې وركړه.

بېګمخان اليف اونسال خپلې  استونيايي رقيبې ته د ۷ – ۱ په ماتې وركولو سره د سپينو زرو مډال ترلاسه كړ.



اړوند خبرونه