د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې یو بل تاریخي بری ترلاسه کړ

افغانستان نوي زیلاند ته ستره ماتې ورکړه

896581
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې یو بل تاریخي بری ترلاسه کړ

د افغانستان  د کرکټ  د ۱۹ کلونو د عمر نه د ښکته عمر لرونکو  ملي لوبډلې  د نړۍوال  جام  په سیالیو کې  نوي زیلاند ته  تاریخي  ماتې په ورکولو سره  نیمه پایلوبو ته  لار وموندله.

د افغانستان  لوبډلې  د نوي زیلاند  لوبډلې ته  د ۲۰۲ منډو په توپیر سره  ستره ماتې ورکړه.

د ویلو ده چې د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې  د کرکټ ملي لوبډلې  د نړۍوال جام په سیالیو کې  نیمه پایلوبو ته  لار پیدا کوي.

د افغانستان او نوي زیلاند  د لوبډلو په سیالیو کې  افغانستان  ملي لوبډلې  په ۵۰ اورونو کې د ۶ تنو لوبغاړو په سوځیدو سره  رقیبې لوبډلې ته  د ۳۰۹ منډو  په ترسره کولو سره  د ۳۱۰  هدف  وټاکه.

پدې سیالۍ کې  د افغانستان د لوبغاړو نه  رحمان الله ګربز ، ابراهیم  ځدران، بهیر محبوب او عظمت الله عمرزي  هر یو د ۶۹، ۶۸، ۶۷ او ۶۶ منډو په کولو سره  رقیبې لوبډلې ته  ډیر ستر هدف  وټاکه.

د نوي زیلاند  لوبډلې  بیا  پدې سیالۍ کې  په ۲۹ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي  د لاسه ورکړ  او یواځې  ۱۰۷ منډې جوړې کړې.

افغانستان  د کرکټ د ۱۹ کلونو د عمرونو نه د ښکته عمر لرونکو ملي لوبډلې  د نوي زیلاند په ماتولو سره  نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

افغانستان ملي لوبډله به خپله راتلوونکې سیالۍ  د استرالیا  د هیواد د لوبډلې سره وکړي.



اړوند خبرونه