ترکیې د نړۍ مهم قهرمان د لاسه ورکړ

د ترکیې او نړۍ د وزن اوچتولو مهم قهرمان ژوند د لاسه ورکړ

ترکیې د نړۍ مهم قهرمان  د لاسه ورکړ

 د ترکیې او نړۍ  د سپورت افسانوي  څیرې  او نړۍوال  قهرمان  نعیم سلیمان اوغلو  ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.

نعیم  سلیمان اوغلو چې د  وزن اوچتولو په برخه کې  په نړۍ  کې په کراتو  قهرماني  ترلاسه کړې وه  د ورپیښې شوې ناروغۍ له کبله  وړمه ورځ  په روغتون کې ساه ورکړه.

د نعیم  سلیمان  اوغلو جنازه  پرون  په استانبول کې  د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم، د کابینې ځینو وزیرانو، د پارلمان وکیلانو  ، د سپورت د نړۍ نامتو څیرو او د هغه د زرګونو تنو مینه والو  په ګډون  خاورو ته  وسپارل شوه.

د نعیم سلیمان  اوغلو جنازه  د ایدرنه کپي په هدیره کې خاورو ته  وسپارل شوه.

نعیم  سلیمان اوغلو  د ترکیې د سپورت تاریخ کې  خپل نوم په زرینو  حرفونو لیکلی وو.

نعیم سلیمان  اوغلو  د وزن اوچتولو په برخه کې  د نړۍ، اولمپیک  او اروپا  اتلولي  درلوده.  هغه  څو ځله  نړۍواله  اتلولي وګټله. د اولمپیک  اتلولي وګټله او د اروپا اتلولي يي وګټله.

د نعیم  سلیمان اوغلو  د جنازې په مراسمو کې د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم سربیره د پارلمان  سرپرست محمد عاکف حمزه چلبي، د لومړي وزیر مرستیال حاکان چوش اوغلو، د عدلیې وزیر عبدالحمید ګل ، د کار او ټولنیز امنیت وزیرې جولیده سري ایراوغلو، د سپورت او ځوانانو وزیر عثمان عشقن بق، پخواني لومړي  وزیر احمد داوود اوغلو، یو زیات شمیر د پارلمان وکیلانو، او په زرګونو تنو هیوادوالو ګډون کړی وو.

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د هغه  تر ټولو ستر یوناني  رقیب  والیریوس لیونیدیس هم ګډون کړی وو. هغه خبریالانو ته وویل چې نړۍ  او ترکیې  نن  ورځ یو ډیر مهم  سپورت من  او شخصیت د لاسه ورکړ.

د هغه یاد به تل زمونږ په زړونو کې ژوندی  وي.

نعیم سلیمان اوغلو د سپټمبر په ۲۸ مه نیټه  د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله  په روغتون کې بستري کړی شو. هغه د ډاکټرانو د ټولو  هلو ځلو سره سره  ژوند د لاسه ورکړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې څو ځله د هغه نه په روغتون کې لیدنه کړې وه  د نعیم سلیمان اوغلو په خاطر يي د تسلیت پیغام خپور کړ. ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې  د نعیم سلیمان اوغلو د مړینې له امله  ترک ملت او د هغه کورنۍ ته  تسلیت مراتب وړاندې کړل  او هغه ته يي د الله د دربار څخه د رحمت غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه