ترهګرو د سوریې د ملي اردو ۳ تنه سرتیري په شهادت ورسول
د سوریې د ملي اردو پر سرتیرو ځانمرګی برید وشو
د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې وای پ جي د سوریې په شمال کې د سولې چینې په پوځي عملیاتو کې پر ګډون کوونکو د سوریې پر ملي اردو سرتیرو ځانمرګی برید وکړ چې په نتیجه کې ۳ تنه سرتیري شهیدان او ۱۸ تنه نور ټپیان شول.
د ویلو ده چې د ترکیې او امریکا ترمنځه د سوریې په شمال کې د ترکیې د پولو نه د ترهګرو د وتو په خاطر د شوي توافق نه د وای پ جي ترهګره ډله سرغړونه کوي.
ددې توافق له مخې ترهګر باید د ۱۲۰ ساعتونو په دننه کې د امن سیمې لپاره د ټاکل شوي سیمې نه په کامله توګه خارج شي . همداشان ټاکل شوی مهال ویش هم مخ په ختمیدو دی.
ترهګرو د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د اقچه قلعه د ولسوالۍ په مقابل کې د سوریې په خاوره کې د تل ابیض د ولسوالۍ اړوند په سیمه کې د سوریې ملي اردو په سرتیرو د موټر پر مټ ځانمرګی برید وکړ.
پدې برید کې د سوریې د ملي اردو ۳ تنه سرتیري شهیدان او ۱۰ تنه نور ټپيان شول .
همداشان د ترکیې د جیلان پنار د ولسوالۍ په مقابل کې د سوریې په خاوره کې د راس العین کې هم د سوریې ملي اردو په امنیتي ځواکونو بمي برید وشو چې په نتیجه کې ۸ تنه ټپيان شول.
د ویلو ده چې د اکتوبر په ۹ مه نيټه د سوریې په شمال کې د پیل شوو سولې چینې عملیاتو په لړ کې د سوریې د ملي اردو ۸۴ تنه سرتیري شهیدان شوي او ۳۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان د سوریې د ملي اردو ځواکونه د ترهګرو نه په تصفیه شوو سیمو کې د ماینونو د پاکولو او پټو شوو ترهګرو د نیولو په خاطر عملیاتو ته دوام ورکوي.