په ایران کې الوتکې سقوط وکړ.
په ایران کې د الوتکې د سقوط له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ
1252722
د ایران د سیمنان ایالت اړوند د ګرمسیر په ښار کې یوې خصوصي تعلیمي الوتکې د سقوط له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ایراني مسئولینو د وینا له مخې پیښه په ځايي وخت نهه بجې رامنځته شوې ده.
د مسئولینو په وینا الوتکه د ګرمسیر ښار د افلاق اسیايي د هوايي ډګر ترڅنګ لویدلې ده .
د الوتکې د سقوط لامل معلوم ندی. د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.