پر ایراني ځواکونو خونړی برید وشو

په ايران کې د سپاه پاسداران ځواکونو په بس موټر ځانمرګی بريد شوی دی.

پر ایراني ځواکونو خونړی برید وشو

 

د ايران د سيستان بلوچستان  ولایت  په  ولایت  کې د سپاه پاسداران ځواکونو  اړوند د قدس د پلو ځواکونو د ليږد په بس د موټر پرمټ ځانمرګی بريد وشو.

د ايران سپاه پاسداران ځواکونو د بيان په خپرولو سره ويلي دي چې د د فبروري په ۱۳ مه نيټه چارشنبې د ورځې په ناوخته ساعتونو کې د قدس د پلو ځواکونو په يو بس د چاوديدونکو توکو نه بار د موټر پر مټ ځانمرګی بريد وشو. 

په بيان کې راغلي دي چې پدې پيښه ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګن شمير نور ټپيان شوي دي. 

په بیان کې راغلي دي چې بريد د دښمنانو د استخباراتي سازمانونو غلامانو تکفيري ترهګرو لخوا شوی دی. 

په بيان کې راغلي چې نوموړي سرتيري د پوله ساتنې د ماموريت د پايته رسولو نه وروسته خپلو اصلي قرارګاه ته روان ول. 

ويل کیږي پيښه د زاهدان ښار د جانعلي د سيمې د خاش په جاده کې رامنځته شوې ده.

د بله پلوه ځايي خبري رسنيو د مسئولينو له قوله ليکلي دي چې د مړو د شميرې د لوړيدو په اړه انديښنې شتون لري.

بريد مسئوليت د جيش العدل ډلې په غاړه اخيستی دی.

د بله پلوه د ایران  د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  بهرام قاسمي  د نوموړي برید پړه د سیمې پر هیوادونو اچولې ده.

هغه  د نوموړي برید په اړه ویلي دي چې  « د ایران د ملت ماشومان به ددې برید  انتقام  خامخا  واخلي . »

همداشان د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف  د ټولنیزې مډیا له لارې د نوموړي برید په اړه ارزونې کړي دي. هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې  ګن شمیر ایراني سرتیرو ژوند  د لاسه ورکړی  او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي دي چې برید  د امریکا د پلوي ترهګرو لخوا شوی دی.

هغه  ویلي دي  په  وارسا کې  د ایران په اړه  د  جوړ شوي  کنفرانس  پر ورځ په ایران کې ځانمرګی برید  ایا تصادف  دی؟ په ځانګړې توګه  د نوموړو ترهګرو  د بادارانو او ملاتړو  لخوا د وارسا په سړکانو کې  لمانځنې کیږي  او د جعلي ټویټر حسابونو له لارې ددې غونډو نه ملاتړ کیږي. لکه څرنګه چې ګورو  امریکا تل  دا ډول خطاګانې کوي او بیا د بل ډول پایلو تمه کوي.

د یادولو وړ ده چې  تیره ورځ د پولنډ په پلازمینه وارسا کې  د امریکا په مشرۍ  د ایران د سیمه ایز فعالیتونو په اړه  د خبرو کولو په خاطر  د منځني ختیځ کنفرانس  جوړ شو. پدې کنفرانس کې د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس  او بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو  په ګډون  د یو زیات شمیر عربي هیوادونو استازو او د فرانسې او جرمني وزیرانو ګډون کړی دی.



اړوند خبرونه