د ایران سپاه پاسداران پوځ نوی اوږد واټنه بالستیک توغندی جوړ کړ .
ایران نوی جوړ کړی اوږد واټنه توغندی معرفي کړ

د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو قومندان جنرال محمد علي جعفري ویلي دي چې دا توغندی د ایران په ځايي او ملي فابریکو کې جوړ کړی دی. دا توغندی په زر کیلومتره واټن کې د خپل هدف د لمنځه وړ په ظرفیت جوړ شوی دی.
هغه دا څرګندونې د نوموړي توغندي د معرفي کولو په مراسمو کې وکړې. هغه وویل چې د مځکې لاندې په ځايي او ملي فابریکه کې ددې توغندي تولید په اصل کې لویدیځوالو ته ډیر ښه ځواب دی.
هغوې ګمان کوي چې د اقتصادي تحریمونو او ګواښونو سره به مونږ د خپل ستر هدف نه لاس په سر کړي خو خطا کوي. هغه وویل چې د ایران دفاعي طاقت او ځواک په اړه به هیڅکله او د هیچا سره مذاکرات ونکړي.
هغه وویل چې اروپاپانو هم په ایران د دفاعي ځواک او توان د لوړولو له امله د بعضو تحریمونو او بندیزونو ګواښونه کړي دي.
غواړم چې په ډیر افتخار سره ووایم چې د ایران دفاعي طاقت او توان مو لوړ کړی دی او پدې اړه هیڅډول اندیښنه هم نلرو. ایران به د ټولو تهدیدونو سره سره په دفاعي برخو کې پرمختګ ته دوام ورکړي.
هغه وویل چې دیزفول په نامه ددې توغندي واټن د زلفقار ۷۰۰ کیلومتره واټنیزه توغندي نه ۳ کیلومتره زیات او زر کیلومتره واټنیز دی. ددې توغندي د تخریب توان او ظرفیت هم دوه برابره دی.