پاکستان کې ټرافیکي پيښې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان  د خیبرپښتونخوا په ایالت کې  ټرافیکي پيښې په پایله کې  ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

پاکستان کې ټرافیکي پيښې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

 

د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د خیبرپښتونخوا  د انډس  په لویه لار کې  د کرک  د سپینې بانډې په سیمه کې  د مساپروړنکی  وین  او ډبل سیټه  ګاډي د جنګیدو په پایله کې  ستره فاجعه رامنځته شوه.

ویل کیږي  د نوموړو ګاډو د جنګیدو په پایله کې  اورلګیدنه رامنځته شوه چې په ترڅ کې  ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پیښه د سپینې بانډې په سیمه کې هله رامنځته شوه چې  مساپر وړنکی  وین ګاډی  چې د پیښور نه  د دیرې اسماعیل خان پر لورې روان وو  د مقابل لورې نه د راروان  ډبل سیټه  ګاډي سره  وجنګید.

د پیښې نه وروسته  موټرو اور واخیست  چې په پایله کې  د وین  ۱۱ تنو سپرلیو او د ډبل سیټه  دوو تنو  سپرلیو ژوند د لاسه ورکړ  او ۴ تنه نور ټپيان شول.

پولیسو ویلي دي چې د پیښې مړي او ټپیان يي نږدې روغتون ته انتقال کړي دي.

پولیسو ویلي دي چې ددې پيښې اصلي لامل  معلوم  ندی  خو په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.



اړوند خبرونه