ایران د یو تن امریکايي  سرتیري د نیولو نه  خبر ورکړی دی.

ایران امریکايي سرتیری نیولی دی

ایران د یو تن امریکايي  سرتیري د نیولو نه  خبر ورکړی دی.

 

د ایران د بهرنیو  چارو وزارت ویاند  بهرام قاسمي  د ایران په مشهد ښار کې  د امریکا د پوځ د پخواني منسوب  مایکل وایټ  د نیول کیدو نه خبر ورکړی دی.

قاسمي ویلي دي چې  امریکايي  سرتیری څه موده مخکې  د هیواد په ختیځ کې د خراسان رضوي ولایت  په مرکز  مشهد کې  نیول شوی دی. هغه ویلي دي پدې اړه يي په پلازمینه  تهران  د امریکا د منافعو د ساتنې دفتر ته خبر ورکړی دی.

همداشان  قاسمي  په زندان کې  د امریکايي سرتیري سره  د بد چلند  او رواني  شدت  نه د کار اخیستیدل کیدو په اړه  ادعاګانې په کلکه توګه رد کړي دي.

قاسمي ویلي دي چې  د امریکايي سرتیري  دوسیه  د قضايي ارګانونو لخوا  د غور لاندې نیول شوې ده او په اړه يي د نهايي پریکړې نه وروسته به  معلومات د ټولو سره  شریک کړی شي.

د ویلو ده چې  د امریکا  د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  پرون ویلي وو چې  د امریکا د پوځ پخوانی  سرتیری  ۴۶ کلن  مایکل وایټ  د ۲۰۱۸ کال  د جولای په میاشت کې په ایران کې نیول شوی دی.

نیویارک  ټایمز ورځپاڼې  د نیول شوي  سرتیري د کورنۍ له قوله لیکلي دي چې  هغه د خپلې ایراني نجلۍ ملګرې  د لیدو په خاطر  ایران ته سفر کړی وو.

د نیول شوي سرتیري  مور  ویلي وو چې  زوی  مایکل وایټ  ایران ته د سفر نه وروسته  د ۲۰۱۸ کال  د جولای په ۲۷ مه نيټه  د دوبۍ  له لارې  امریکا ته  د الوتکې ټکټ اخیستی وو خو  هغه  ایران ته د تلو نه وروسته لا درکه  شوی دی.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  د تیر کال  د مې په میاشت کې د ایران سره  لاسلیک کړي د اټومي تړون نه د بهر کیدو نه وروسته د امریکا او ایران ترمنځه اړیکې یو ځل بیا  خړې شوې.

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وو چې امریکا سره باید  نوی تړون لاسلیک شي او  هغه  د نوموړي تړون په خاطر  ۱۲ شرطه  وړاندې کړي وو.

د شرطونو نه یو هم  په ایران کې د زنداني د امریکا  د او د امریکا د متفقو او شریکو هیوادونو  د وګړو  هر څه ژر  خوشې کول  وو.

د ویلو ده چې په ایران کې د مایکل وایټ سربیره  درې تنه نور  امریکايي وګړي د کلونو راهیسي زنداني دي.



اړوند خبرونه