روحاني : د ایران د اوبو ستونزه د حل لارې لري

د ایران ولسمشر حسن روحاني  وویل چې د هیواد  د اوبو د ستونزې د حل په خاطر  باید د خزر د سمندر او بصرې خلیج نه اوبه ایران ته  انتقال کړو.

1105681
روحاني : د ایران د اوبو ستونزه د حل لارې لري

 

د ایران د رسمي خبري ایرنا د خبر له مخې  د ایران ولسمشر حسن روحاني د وزیرانو شورا په غونډه کې د ایران د اوبو د ستونزې  د حل په اړه خبرې وکړې.

روحاني ویلي دي چې هیواد يی په یوه وچه جغرافیه کې موقعیت لري. ایران په اصل کې د اوبو د ستونزې سره  نه بلکې  د پلان جوړولو د ستونزې سره مخامخ ده. هغه وویل  د ایران سویل او شمال لوري ته  په کافي اندازه  اوبه شتون لري. څنګه  د بصرې خلیج سویل لوري ته پراته هیوادونه ددې اوبو نه استفاده کوي او مونږ يي نشو کولی.

هغه وویل چې  مونږ کولای شو چې د بصرې خلیج نه د هیواد یو زیات شمیر برخو ته اوبه انتقال کړو. همداشان نورو هیوادونه د خزر د سمندر د اوبو نه  استفاده کوي او مونږ  ورته  یواځې ننداره کوو.

روحاني وویل چې  د خزر د سمندر په څنډو کې پراته ځیني هیوادونه  د سمندر اوبه تصفیه کوي او استفادې وړ يی ګرځوي. ایران هم  په همدې شان کولی شي چې د هیواد د شمالي برخو د اوبو ستونزې  حل کړي.

هغه وویل چې مونږ باید پدې برخه کې  پانګه اچونې راجذب کړو. د سمندر تروې اوبه باید تصفیه  او وروسته  هیواد مرکزي سیمو ته  انتقال کړی شي.

د ویلو ده چې په ایران کې  د وچکالۍ  او د اوبو نه د ناوړه استفادې له امله  د کلونو راهیسې  یو زیات شمیر سیمې د اوبو د جدي ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

په ایران کې وچکالۍ  کرنیز سکتور  د جدي ستونزو سره مخامخ کړی  او ډیری  کلیوال  او بزګران  د وچکالۍ له امله ښارونه ته کډه شوي دي.

د ویلو ده چې  په ایران کې  څو موده مخکې  د پارلمان ۱۸ تنو وکیلانو د اوبو د ستونزې په اړه په غبرګون کې له خپلو دندو په ټولیزه توګه استعفا وکړه.



اړوند خبرونه