عمران خان : امریکا ۱۵ کاله وروسته د افغانستان په مسله کې زمونږ سره همفکره شوی دی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې  د پوځي لارو څخه د افغانستان د موجودې ستونزې حل  ناممکنه دی.

عمران خان : امریکا ۱۵ کاله وروسته د افغانستان په مسله کې زمونږ سره همفکره شوی دی

 

هغه وویل چې  امریکا  د تیرو ۱۵ نه وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان د مسلې په اړه  د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند سره  همفکري ښايي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  د وزیرانو شورا غونډې ته  د  امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره  د لیدنې په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  خلیلزاد  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ  په امر  د افغانستان په مسئلې د خبرو په خاطر پاکستان ته رالیږل شوی وو.

عمران خان زیاته کړه چې پاکستان او تحریک انصاف ګوند  د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې  تل ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د پوځي لارو څخه د افغانستان د روانې ستونزې حل ناممکنه دی. مونږ  تل  د همدې خبرې نه دفاع کړې ده .

خو دا لومړی ځل دی چې امریکا  زمونږ سره همفکري  ښايي. امریکا  په افغانستان کې د سولې د راوستو په خاطر زمونږ نه د مرستې غوښتنه کوي خو  زما  په اند  د مرستې نه  لا زیات  پاکستان باید  پخپله  ددې حل لارې  یوه  پارچه وي.

په افغانستان کې  د سیاسي  لارو  او مذاکراتو سره  د روانې ستونزې د حل په خاطر  باید  د خپل وس او توانه  هم  زیات  څه وکړو.

عمران خان  په یمن کې د روانې کورنۍ جګړې  د ختمولو په لاره کې د پاکستان د  منځګړتوب  د فعالیتونو په اړه هم  معلومات ورکړل. هغه وویل چې  نورو لپاره د جګړې کولو نه  د منځګړتوب  کولو چانس  ترلاسه کول  ډیر بهتره  دي.

هغه وویل چې ددې مسلې په اړه يي هم  د سعودي عربستان او هم  د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سره  لیدنې وکړې. زه پوره باور لرم چې  په یمن کې روانه کورنۍ جګړه به هم  ختمه کړو.



اړوند خبرونه