د ایران په سویل ختیځ کې  د پولیسو  د یو مرکز  ترڅنګ  چاودنه وشوه.

په ایران کې چاودنه وشوه

د ایران په سویل ختیځ کې  د پولیسو  د یو مرکز  ترڅنګ  چاودنه وشوه.

د ایران په سویل ختیځ کې  د پولیسو  د یو مرکز  ترڅنګ  چاودنه وشوه.

د ایران د خبري رسنیو د خبر له مخې  چاودنه  د سیستان بلوچستان ایالت اړوند د چابهار  په ښار کې  د پولیسو یو مرکز ته  نږدې  شوې ده.

د سیستان بلوچستان  د د ایالت یو تن چارواکي  محمد هادي مرعشي خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه  د چابهار په ښار کې  یو امنیتې مرکز ته نږدې شوې ده .

هغه ویلي دي چې  چاودنه  په یو موټر کې  شوې ده . هغه ویلي دي چاودیدونکي توکي چې په یو موټر کې ځای په ځای شوي وو  د امنیتي مرکز ترڅنګ  چول شوي دي.

هغه ویلي دي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته  رسیدلي دي  او تحقیقات پیل شوي دي.

هغه د مرګ ژوبلې په اړه  څه ونه ویل  او زیاته  کړه چې  وروستي معلومات  د تحقیقاتو نه وروسته  د خبري رسنیو ته شریک کړي.

د بله پلوه  ایراني خبري رسنیو  ویلي دي چې  چاودنه  د چابهار ښار د ریګي په سیمه کې شوې ده  او د پام وړ ځاني تلفات يي رامنځته کړي دي.



اړوند خبرونه