په پاکستان کې درنده چاودنه وشوه
د پاکستان د جنوبي وزیرستان د هنګو ښار د لویر اورکزیو په سیمه کې درنده چاودنه وشوه.
1093356
د پاکستان د جنوبي وزیرستان د هنګو ښار د لویر اورکزیو په سیمه کې درنده چاودنه وشوه.
د هنګو ښار امنیتي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د لویر اورکزیو د کلایا بازار په سیمه کې ډیره زوروره چاودنه وشوه چې د چاودنې غږ د ډیرو لرو پرتو سیمو پورې اوریدل شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې پدې چاودنه کې ۳۰ تنه مړه او تر ۴۰ ډیر ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې چاودنه د مدرسې د دروازې په مخکې رامنځته شوې ده .
د پيښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د ټپیانو نه د بعضو روغتیايی حالت ښه ندی ښودل شوی.
د چاودنې نه وروسته سیمه د پولیسو لخوا محاصره شوې او د احتمالي نورو چاودنو د مخنیوي په خاطر د پلټنې عملیات پيل شوي دي.