عمران خان د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود

عمران خان د دونالد ټرمپ نیوکو ته ځواب ووایه

عمران خان د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې پر پاکستان  سختو نیوکو په مقابل کې  غبرګون وښود.

هغه د ټولنېزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې د ټرمپ هغه څرګندونو ته  چې ویلي وو « امریکا د پاکستان نه ملاتړ کوي. هغو سره  د کال یو عشاریه ۳ میلیارده ډالره  مرسته کوو  خو دوې  زمونږ لپاره هیڅ شي  ندی ترسره کړی» ځواب ووایه.

سره ددې چې  د سپټمبر د یوولسمې په پيښه کې  هیڅکوم پاکستاني وګړي  لاس نه درلود خو بیا هم  مونږ  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه او جګړه کې د هغوې سره  مرسته او ملاتړ وکړ. پاکستان  پدې مبارزه کې د ۷۵ زره تنو وګړو د لاسه ورکولو  سره  ۱۲۳ میلیارده ډالره مالي زیان  لیدلی دی.

له بده مرغه چې  امریکا پدې موده کې  د پاکستان سره  یواځې  د شلو میلیاردو ډالرو په څیر  جزیې مرسته کړې.

هغه زیاته کړه چې  امریکا په افغانستان کې  د پوځي عملیاتو د پيلولو سره  د افغانستان  سره په پوله کې پرتو  د پاکستان قبایلي سیمو ته  ډیر سخت زیان  ورسو. په میلیونونو تنه انسانان  د خپلو کورونو نه  نورو سیمو ته کډه شول.

هغه وویل چې  پاکستان  د ټرمپ  ددې څرګندونو او نیوکو سره سره  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې  او د طالبانو پر خلاف عملیاتو نه ملاتړ ته دوام ورکوي.

لومړي وزیر عمران خان د امریکا پر ولسمشر ټرمپ غږ کړی دی  چې ایا په سیمه کې د پاکستان په څیر  د نږدې متفق بل بدیل لري؟ امریکا  پر ځای ددې چې د خپلو ګناهونو  پړه پر پاکستان  اچوي ددې حساب دې ورکړي چې څه ډول کیدای شي چې د زرګونو تنو  امریکايي او ناټو سرتیرو او افغانستان د ۲۵۰ زرو تنو وسله وال پوځ  او پدې جګړې  د مصرف شوو  څه باندې یو تریلیون ډالرو سره سره   اوس هم  طالبان قوي دي.   



اړوند خبرونه