پاکستان: په افغانستان کې د سولې په خاطر د هر ډول هلو ځلو نه ملاتړ کوو

پاکستان د افغانستان د ستونزې د حل په خاطر جوړه شوې د مسکو د غونډې نه ملاتړ وکړ

پاکستان: په افغانستان کې د سولې په خاطر د هر ډول هلو ځلو نه ملاتړ کوو

پاکستان ویلي دي چې  په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په خاطر  د هر ډول  هلو ځلو او فورمولونو نه ملاتړ کوي  او په فعاله توګه پکې ونډه اخلي.

دا څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل  په مسکو کې  د طالبانو او افغان حکومت  ترمنځه  د سولې  د مذاکراتو په اړه  وکړې.

فیصل په اونیزې خبري غونډه کې  وویل چې د سیمې ټول هیوادونه  په افغانستان کې د روانې ستونزې  د حل په خاطر  همفکره دي. ټول په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راوستل غواړي.

هغه وویل چې  هیواد يي پدې باور دی چې  د پاکستان د روانې  ستونزې یواځنۍ حل لاره سیاسي او د مذاکراتو حل لاره ده.

پاکستاني هیتانو د افغانستان د سولې او ثبات په خاطر  په جوړه شوې هره غونډه کې  افغانستان او نړۍ ته  په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په خاطر  ترسره کړې او روانې هلې ځلې  یو یو بیان کړي دي . مونږ  په هر فرصت کې ویلي دي چې  د افغانستان د معضلې  یواځني حل لاره  سیاسي او د مذاکراتو لاره ده. مونږ پدې هیواد کې ټولې برخې  مذاکراتو ته  هڅولي او تشویق کړي دي. خو له بده  مرغه چې  په تیرو کې د سولې او استقرار د ټینګښت  په خاطر  د مذاکراتو پر ځای  پوځي ګامونو پورته کولو ته  ترجیح ورکړ شوې ده  چې له کبله يي  ډیر ستر ځاني تلفات رامنځته شوي دي.

هغه وویل چې مونږ  د کلونو راهیسې په ټینګار وایو چې د افغانستان روانه ستونزه باید پخپله د افغانانو  او افغانانو په مشرۍ  حل کړی شي.

هغه وویل چې  د افغانستان د سولې او ټیکاو په خاطر د مسکو  د مذاکراتو  نه ملاتړ کوو.

پاکستان  تر ننه پورې د افغانستان د معضلې  د حل په خاطر د هرو هلو ځلو نه ملاتړ کړی  او فعاله  سیاسي ونډه يي پکې اخیستې ده . د مسکو په غونډه کې هم  فعاله ګډون کړی دی.

پاکستان  پدې باور  دی چې د سیمې هیوادونه  د افغانستان د سولې او ټیکاو په لاره کې ډیر مهم او رغنده رول لوبولی  شي. د افغانستان  د ستونزې حل د پوځي لارو څخه  ناممکن  دی. د پاکستان په اند  د افغانستان د ستونزه باید پخپله د افغانانو او د افغانانو په مشرۍ  د مذاکراتو  له لارې حل شي.



اړوند خبرونه