په پاکستان کې د یو پوځي جنرال  د موټرو په کتار وسله وال برید وشو.

په بلوچستان کې د جګپوړي پوځي چارواکي په کتار وسله وال برید وشو

په پاکستان کې د یو پوځي جنرال  د موټرو په کتار وسله وال برید وشو.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د واشوک  په سیمه کې  د تورنجنرال سید احمد ناګرا  د موټرو په کتار برید شوی دی.

په برید کې  لږ تر لږه  دوه تنه سرتیري وژل شوي دي.

پاکستاني جنرال  د برید نه روغ رمټ  وتلی دی. د ویلو ده تورنجنرال  سید احمد ناګرا  د سرحدي قول اردو ګانو  د سویلي برخې  د تفتیش  د رئیس په توګه  دنده  ترسره کوي.

د برید مسئولیت  د بلوچستان د خپلواکۍ د مدافعیو  ازادې اردو  په نامه  ډلې  په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې  په تورنجنرال  ناګرا  برید په کلکو ټکو غندلی  دی  او ویلي دي چې دا ډول بریدونو سره  څوک  مونږ ډارولی نشي. هغه ویلي دي چې په تورنجنرال ناګرا  برید په کلکو ټکو غندم  او انشاالله چې ټول به په ګډه توګه  د بلوچستان  مسله به حل کوو.

د ویلو ده چې  په تیره ورځ هم  په کوټه کې په یو پولیس  وسله وال برید وشو. د نوموړي برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.



اړوند خبرونه