ایران ویلي دي محتکرین به اعدام کړي

ایران چې  د قوي اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان  دی  په هیواد کې محتکرین  د اعدام  په سزا  وګواښل.

ایران ویلي دي محتکرین به اعدام کړي

 ایران چې  د قوي اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان  دی  په هیواد کې محتکرین  د اعدام  په سزا  وګواښل.

د ایران د مدافع وکیلانو د ټولنې د اجراییوي شورا غړي مهدي حجتي  وویل، یو زیات شمیر فرصت طلبه  کسان  د بهرنیو اسعارو د بیې د لوړیدو  په خاطر  په احتکار  لاس پورې کوي. هغه وویل  هغه کسان چې  وغواړي  احتکار وکړي که  د دولت لخوا ونیول شول  د اعدام په سزا به محکوم شي.

هغه  دا څرګندونې  د ځینو هغه کسانو چې  د احتکار په تور نیول شوي او په اړه يي دعوا پرانیستل شوې ده  په اړه خبري غونډې ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  د محتکرینو پر خلاف  لازم قوانین  تصویب شوي دي. په نوموړو قوانینو کې  محکترینو ته  د پنځو نه  تر ۲۰ کلونو پورې بند په نظر کې نیول شوي دي.

هغه  ګواښ وکړ چې کیدای شي ددینه وروسته محتکرینو ته  د اعدام سزا هم  ورکړل شي.

هغه وویل  که چیرې  په یو محکتر  دا ثابته شي چې دولت ته د ضرر رسولو په خاطر يي  د خوراکي توکو  او یا نورو  توکو په ډیپو کولو او احتکار لاس پورې کړی وي کیدای شي چې د اعدام  په  سزا محکوم کړي.

د بله پلوه د ایران پولیسو د پلازمینې تهران سربیره  په تبریز او رای ښارونو کې د خوراکي او یو زیات شمیر د خوراکي توکو ډیپګان  تثبت کړل.

امنیتي ځواکونو د نوموړو ډیپوګانو مالونه  ضبط کړي  او نوموړي کسان يي نیولي دي.



اړوند خبرونه