د نواز شریف میرمن ومړه

د پاکستان  د پخواني  لومړي وزیر نواز شریف  میرمن ګلثوم نواز چې د ډیرو څو میاشتو راهیسې  په روغتون کې بستر وه ومړه .

د نواز شریف میرمن ومړه

 

د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د پخواني لومړی وزیر نواز شریف میرمن په لندن کې په روغتون کې  ساه ورکړې ده.

د ویلو ده چې  ګلثوم  نواز په سرطان ناروغۍ  روږدې وه  او  د اوږدې مودې راهیسې  په لندن کې  په روغتون کې د تداوۍ  لاندې  وه.

د پاکستان د پخواني  لومړي وزیر نواز شریف  ورور  شهباز شریف  د بیګم ګلثوم نواز مرګ  پخلی کړی دی.

هغه ویلي دي چې  د ګلثوم نواز د جنازې د انتقال په خاطر به  لندن ته سفر وکړي او د هغه جنازه به پاکستان ته راوړي.

هغه ویلي دي چې  ګلثوم نواز جنازه  به  په پاکستان کې خاورو ته  وسپاري  .

هغه ویلي دي چې  د میرمن ګلثوم  روغتیايي حالت  نن د سهار په ساعتونو کې  خرابه شوې وه چې وروسته يي  ساه ورکړه.

د ویلو ده چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف او د هغه لور د اداري فساد  په تور  زنداني شوي دي.

نواز شریف او د هغه لور  په پاکستان کې زنداني دي.



اړوند خبرونه