روحاني د مرګ د ګواښ کولو په تور ۵ تنه دیني عالمان ونیول شول

د ایران د  قم  په ښار کې  ۵ تنه شیعه دیني عالمان  ولسمشر حسن روحاني په مرګ د ګواښلو  په تور  ونیول.

روحاني د مرګ د ګواښ کولو  په تور ۵ تنه دیني عالمان ونیول شول

 

ویل کیږي  د ایران ولسمشر حسن روحاني  د قم په ښار کې یوې غونډې ته  وینا کوله چې  نوموړو ۵ تنو دیني عالمانو  د هغه پر ضد شعارونه  په  ورکولو  سره  هغه په مرګ ګواښلی وو.

 د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ  لخوا  د دیني علماو ځانګړې محکمې ته د شکایت  په اساس  نوموړي کسان نیول شوي دي.

ویل کیږي  د ایران ولسمشر روحاني تیره میاشت په قم ښار کې د فوزیه په نامه  د مدرسې  زده کوونکو ته وینا کوله چې  نوموړو ۵ تنو يي پر خلاف شعارونه ورکړل او هغه يي په مرګ وګواښه.

نوموړو  ۵ تنو په شعارونو کې  پخواني ولسمشر هاشمي رفسنجاني  مرګ ته په اشارې سره په شعارونو کې روحاني ته په خطاب کې ویلي وو چې  د رفسنجاني  څیر  حوض کې مرګ  ستا انتظار باسي.

د ایران پخواني ولسمشر رفسنجاني  د ۲۰۱۷ کال د جنوري په میاشت کې  په یو حوض کې  ژوند  د لاسه ورکړی وو.

د ویلو ده چې  لومړی  د رفسنجاني  د مرګ علت  قلبي سکته  ښودل شوې وه خو وروسته د هغه لور وویل چې د مرګ علت يي طبعي ندی. د هغه پلار  وژل شوی دی. هغې ویلي وو چې د رفسنجاني د مرګ په اړه ناڅرګندي اوس هم  دوام لري.

اصلاح غوښتونکې ډلې بیا   د روحاني پر خلاف ددې شعارونو نه هغه په ښکاره توګه په مرګ د ګواښلونو په توګه ترینه یادونه کوي. 



اړوند خبرونه