ایران د وچکالۍ له امله د کډوالۍ د لوی ګواښ سره مخامخ دی

په ایران کې وچکالي د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیاتې سیمې د خپلو اغیزو لاندې راولي

ایران د وچکالۍ له امله د کډوالۍ د لوی ګواښ سره مخامخ  دی

د ایران د هوا پيژندنې د ناورین  د ادارې د مرکز  رئیس  صادق ضیایان  وویل چې د هیواد په ۹۸ عشاریه ۱ سلنه برخه کې  وچکالي  رامنځته شوې ده .

هغه  وویل چې تیرو لسکونو کلونو پرمختګونو  او حالاتو ته په کتو سره  دایران  په ۹۸ عشاریه ۱ سنله برخه کې  په بیلابیلو درجو کې  وچکالي  رامنځته شوې ده .

په ځینو برخو کې  ډیره  او په ځینو کې به متوسطه.

هغه وویل چې د ایران یواځې  یو عشاریه ۶ سلنه برخه  په قسمي ډول  په نورمال حالت کې قرار لري. پاتې  صفر عشاریه ۳ سنله  سیمه  بیا  باراني سیمه  ښودل شوې ده .

هغه وویل چې د البروز، ایلام، بوشهر، سویلي خراسان، خوزستان، زینجان ، سیستان بلوچستان، فارس، ګازوین، قم، کرمان، هرمزګان او یزد په ښارونو کې  سلو په سلو کې وچکالي  رامنځته شوې ده .

ضیایان وویل چې د هیواد  حالات د اندیښنې وړ دي.

د یادولو وړ ده ډیری  کارپوهان پدې اند دي که چیرې  وچکالي په همدې شان دوام کړي په راتلوونکو څو کلونو کې به په  میلیونونو تنه ایرانیان به ګاونډیو هیوادونو ته  کډه کولو ته  مجبور شي.


پيوندونه: وچکالي , ایران

اړوند خبرونه