عارف علوي  د پاکستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو

د پاکستان نوی ولسمشر وټاکل شو

عارف علوي  د پاکستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو

 

په پاکستان کې د ولسمشرۍ د تیرې ورځې د ټاکنو د غیرې رسمي پایلو له مخې  د تحریک انصاف واکمن ګوند نوماند  عارف علوي  د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د ویلو ده چې  تیره ورځ  د پاکستان  د فدرال ولسي او مشرانو جرګو سربیره  د څلورو ایالتونو په پارلمانونو کې  د نوي ولسمشر د ټاکلو په خاطر رای اچونه وشوه.

د لومړنیو پایلو له مخې  د پاکستان د مشرانو او ولسي جرګې په رای اچونه کې  ۴۳۰ تنو وکیلانو خپلې رایې صندوقونو ته اچولي دي.

د تحریک انصاف د ګوند نوماند عارف علوي  بیا  د نوموړو رایو نه  ۲۱۲ رایو په ترلاسه کولو سره  په لومړني کتار کې ځای نیولی دی.

همداشان  د عارف علوي  د رقیبانو نه مولانا فضل الرحمان  بیا  ۱۳۱ رایې او اعتزاز احسن  بیا  ۸۱ رایې ترلاسه کړي دي.

د پاکستاني خبري رسنیو د خبر له مخې  عارف علوي  د سند ایالت نه پرته په نورو ټولو ایالتونو کې هم  د خپلو رقیبانو په پرتله  ډیرې زیاتې رایې ګټلي دي.

د پاکستان  خبري رسنیو ویلي دي چې  عارف علوي  د ولسمشرۍ لپاره ټاکل شوی معیار  یعنې  ۲۳۶ رایې  یواځې  په فدرال پارلمان  او د بلوچستان په پارلمان کې ترلاسه کړي دي.

د پاکستان  نوی ولسمشر  به  د سپټمبر په لسمه نیټه د لوړې په کولو سره به خپله دنده  رسمآ پیل کړي .



اړوند خبرونه