پاکستان  ۳۰ تنه  هندي زندانیان خوشې کړل.

د پاکستان حکومت هند سره د ښه نیت ښودو په خاطر ۳۰ تنه هندي زندانیان خوشې کړل

پاکستان  ۳۰ تنه  هندي زندانیان خوشې کړل.

 

د پاکستان د حکومت لخوا د خپور شوي بیان له مخې  ، د پاکستان حکومت  د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت  د ۲۷ تنو کب نیوونکو په ګډون ۳۰ تنه هندي وګړي  د زندان نه د خوشې کولو  پریکړه کړې. نوموړي هندي زندانیان  د زندانونو ته  خوشې کړل شول.

پاکستان ویلي دي چې دا د هند په مقابل کې د نوي حکومت  د سوله ایزو سیاستونو  بیلګه ده.

په بیان کې راغلي دي چې پاکستان  نه غواړي چې بشري مسلې  سیاسي کړي. دا پریکړه  د پاکستان د هر اړخیزه  او با استقراره  سیاستونو  نښانه ده. د هندوستان پلو نه هم  د ورته ګام د اوچتولو  هیله لرو.  



اړوند خبرونه