د ایران سره په پوله کې لسو تنو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان  د بلوچستان په ایالت کې  د پوځيانو  موټر د چپه کیدو له امله  لسو  تنو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ایران سره په پوله کې لسو تنو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د پاکستان د پوځ په وینا  تیره ورځ د ایران سره په پوله کې  د بلوچستان ایالت  د واشک په سیمه کې  د پوځیانو د موټر د چپه کیدو له امله  لږ تر لږه  ۴ تنو ژوند  دلاسه ورکړی  او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پوځ لخوا پدې اړه په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  پيښه هله رامنځته شوه چې  د پوځیانو دوه موټرې د ګزمې په موخه روانې وې چې  د یو موټر چلوونکي  کنټرول د لاسه ورکړ  او ګاډی  چپه شو.

د پيښې ټپیان  نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.

د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.



اړوند خبرونه