د ایران د کار وزیر علي ربي  له دندې ګوښه کړې شو.

پر ایران د امریکا لخوا د بندیزونو د پیلیدو یواخې یوه ورځ وروسته د کار وزیر له دندې ګوښه کړې شو

د ایران د کار وزیر علي ربي  له دندې ګوښه کړې شو.

 

د ایران د کار وزیر  چې  د جولای  په دریمه نیټه  پارلمان استیضاح شوی وو  د باور رای ترینه واخیستل شوه.

د ویلو ده چې  د هغه د استیضاح په غونډه کې  ۱۲۹ تنو وکیلانو ګډون کړی وو چې  د ۱۸ موافقو رایو په مقابل کې د ۱۱۱ مخالفو رایو سره  له دندې ګوښه کړی شو.

د ایران پارلمان د کار وزیر د مقامت د اقتصاد سم په نه چلند کولو، په سالمه توګه  د دندې او مسئولیتونو په نه ادا کولو  او بې مسئولیتۍ  تورن کړ. د کار وزیر بیا  د وکیلانو  د تورونو او نیوکو په ځواب کې وویل چې  په هیواد کې  د روانو موجودو  ستونزو یواځنی  مسئول  دا ندی بلکې  پدې برخه کې د هیواد هر چارواکی  مسئوله دی.

هغه په پارلمان غږ وکړ چې د هیواد  کارګرو  ته  د هغوې د اصلي حقونو د سپارولو پورې باید په ګډه کار او همکاري وکړي.

په هیواد کې په چارو کې باید شفافیت رامنځته کړی شي. ځکه چې شفافه  اداره  او حکومتداري  د اداري فساد او بډو په خلاف د مبارزې په خاطر   خلکو ته تر ټولو  ښه پیغام  دی.

د ایران د پارلمان د کورنیو چارو او شوراګانو د کمیسیون  ریس  حسین  مقصودي  ویلي دي چې  پارلمان  په هر ډول چې کیږي  ربي  له دندې ګوښه کوي.



اړوند خبرونه