ایران مرکزي بانک په بهرنیو اسعارو په راکړې ورکړې لګولی بندیز لرې کړ

د ایران مرکزي  بانک  په هیواد کې د بهرنیو اسعارو د ستونزې له کبه د خپل پولي واحد یا پيسې  د بیې د  لا زیات راټیټدو د مخنیوي په خاطر  د  بهرنیو اسعارو په راکړې ورکړې  لګولی  بندیز  ختم کړ.

ایران مرکزي بانک په  بهرنیو اسعارو  په راکړې ورکړې لګولی بندیز لرې کړ

 

د ویلو ده چې د ایران مرکزي بانک په ټول هیواد کې  په صرافانو کې  د بهرنیو اسعارو په راکړې ورکړې بندیز لګولی وو،  خلکو  کولای شو چې یواځې د دولتي بانک نه  ټاکل شوي  مقدار  ډالر یا ایرو  ترلاسه کړي.

ایران د ترکیې په څیر ګاونډیو هیوادونو ته  سفر کوونکو ته  ۵۰۰ ډالره  او لرې هیوادونو ته سفر کوونکو ته  ۱۰۰۰ ایرو د رانیولو اجازه ورکوله.

د همدې امله  ډیری  ایرانیانو به  بهرني اسعار  په تور بازار کې  په پټه توګه  په لا ګرانه بیه رانیول  او د یا به يي په لا ارزانه  بیه  پلورل.

خو د ایران مرکزي بانک  نن  لګولي ټول بندیزونه لرې کړل  او په بازارونو کې  د بهرنیو اسعارو راکړې ورکړې ته اجازه ورکړه.

د ایران مرکزي بانک  د خپل پولي واحد  د بیې د کنټرول په خاطر  بهرنیو اسعارو ته یو معین  نرخ ټاکلی وو چې په ازاد بازار کې بیا  د بهرنیو اسعارو نرخ د دولت لخوا د ټاکل شوي نرخ  دوه برابره وو.

د ایران د مرکزي بانک  ددې پریکړې سره  د هیواد په ګوډ ګوډ کې تړل شوي  د صرافۍ  دوکانونه بیرته  پرانیستل شول  او د بهرنیو اسعارو د تبادلې په چارو يي پیل وکړ.

د ویلو  ده چې  د ایران مرکزي بانک پداسې حال کې  دا پریکړه وکړه چې امریکا په نوموړي هیواد  د اقتصادي بندیزونو لومړنۍ برخه  نن رسمآ پيل کړه.



اړوند خبرونه