د مصر په پلازمینه  قاهره کې  درنده  چاودنه وشوه.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې چاودنه  قاهرې په مرکز کې په یو ډینا ډوله موټر کې شوې ده چې له امله يي  ۱۳ تنه ټپین شوي دي.

د مصر په پلازمینه  قاهره کې  درنده  چاودنه وشوه.

 

د رویټرز خبریال ویلي دي چې د ډیرې زوروې  چاودنې د غږ د اوریدونو نه وروسته يي د سړک په غاړه  یو موټر  چې په کامله توګه سوځیدلی وو ولید.

هغه وویل چې چاودنې د شاوخوا ودانیو کړکۍ  او هیندارې ماتې شوي دي. په پیښه کې  ۱۳ تنه ټپيان شوي وو  چې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال کړی شول.

د مصر د روغتیا وزارت ویلي دي چې  د پيښې ټپیان  د دوکي  ولسوالۍ  په ۳ مختلفو روغتونونو کې د درملنې لاندې نیول شوي دي.

د مصر ځايي خبري رسنیو ویلي دي چې داسې ګمان کیږي چې چاودنه  د موټر په برښنا کې د شارتۍ له امله  چاودنه رامنځته شوي وي.


پيوندونه: چاودنه , قاهره , مصر

اړوند خبرونه