د پاکستان په نامتو سیاستوال ځانمرګی برید وشو

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند د ټاکنیز کمپاین په غونډې ځانمرګی برید وشو

د پاکستان په نامتو سیاستوال ځانمرګی برید وشو

د پاکستان د خیبرپښتونخوا  ایالت  په مرکز پیښور ښار کې  د عوامي  نیشنل ګوند د ټاکنیز کمپاین  په غونډې  ځانمرګی برید وشو.

د پيښور نه  د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  د یکه توت په سیمه کې  د عوامي  نشنل ګوند د مهمو څیرو نه  د بشیر بلور د زوی هارون بلور  د ټاکنیز کمپاین په غونډې  ځانمرګی برید وشو.

په برید کې  د هارون بلور په ګډون  ۱۲ ته مړه او تر ۳۰ تنو ډیر ټپيان شوي دي.

د پيښور د پولیسو  مشر  خبري رسنیو ته ویلي  دي  چې  چاودنه  د شپې  د ۱۱ بجو په شاوخوا کې  هله رامنځته شوه چې  هارون بلور غونډې ته د وینا لپاره  د ستیژ پر لورې روان  وو.

په چاودنه کې  هارون  بلور  سخت ټپي  شوی وو چې وروسته يي په روغتون کې ساه ورکړه.

عیني  شاهدانو خبري  رسنیو ته ویلي  دي  چې  هارون بلور چې  کله  غونډې ته د وینا په خاطر روان شو چې په ناڅاپي  توګه  ځانمرګي برید  د هغه په څنګ کې  ځان ولوزو.

د ځانمرګي  برید کوونکي  سر  د  یو کور چت ته غورځیدلی دی.

د بله پلوه ویل کیږي  چې  د مړو شمیره  د لوړیدو په حال کې ده. د ژغورنې  ډلو ویلي  دي چې  د مړو شمیره  تر ۱۷ تنو رسیدلې ده  .

د پیښې  ټپیان نږدې  روغتونونو ته انتقال شوي  دي . د پيښور  ځايي مقاماتو ویلي  دي  چې  د لیډې رینګ په روغتون کې بیړنی حالت  اعلان شوی دی او ډیری ټپیان  نوموړي  روغتون ته انتقال شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  د عوامي  نشنل د ګوند  مهمې  څیره  هارون بلور  د خپلو رقیبانو په پرتله  ډیر مخکې وو .

 



اړوند خبرونه