عمر رحمان فاتح  د ملګرو سره  د ډرون په برید کې  وژل شوی دی.

د پاکستاني طالبانو دوه مهم مشران ووژل شول

عمر رحمان فاتح  د ملګرو سره  د ډرون په برید کې  وژل شوی دی.

 د پاکستاني  طالبانو د مشرانو نه  عمر رحمان فاتح  د ملګرو سره  د ډرون په برید کې  وژل شوی دی.

د پاکستان  د ایکسپرس  ورځپاڼې د خبر له مخې  د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو نه  عمر رحمان فاتح  هله د ډرون په برید کې ووژل شو چې د پاکستان نه د افغانستان لورې ته  اوښتی وو.

په خبر کې راغلي دي چې پدې برید کې د هغه سره ملګري کسان هم  وژل شوي دي.

یادې شوې ورځپاڼې  لیکلي دي امریکا  پداسې حال کې د پاکستاني  طالبانو د مشرانو په نښه کولو  پيل کړی دی چې  افغان حکومت د طالبانو سره  د مخامخ مذاکراتو  لپاره هلې ځلې کوي.

د ویلو ده چې  د افغانستان د دفاع وزارت هم  د پاکستاني طالبانو د نوموړي مشر  د وژنې پخلی کړی وو  او ویلي وو چې د ډرون په برید کې د عمر په نامه  یو تن مهم قومندان وژل شوی دی خو پدې نه پوهیږي چې دا کوم عمر  دی.

خو پاکستاني خبري رسنۍ بیا نن وویل چې په برید کې وژل شوی  عمر رحمان فاتح  دی. د ویلو ده چې  تیره میاشت  د افغانستان د کونړ په ولایت کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر ملا فضل الله د وژل کیدو نه وروسته  ځیني پاکستاني خبري رسنیو ویلي وو چې عمر رحمان فاتح  د ملا فضل الله ځای ناستی وټاکل شو خو  څو ورځې وروسته بیا  د تحریک طالبان پاکستان ویاند اعلان وکړ چې  مفتي نور ولي مسید د وټاکل شو.

د بله پلوه  د ایکسپرس  ورځپاڼې  ویلي دي چې  د افغانستان سره په پوله کې په شمالي وزیرستان کې هم  د طالبانو یو ډیر مهم  قومندان  د ډرون په برید کې وژل شوی دی.

ورځپاڼې  لیکلي دي چې  امریکايي  ډرون الوتکې د شمالي وزیرستان د تورتنګي په سیمه کې  د عبدالله داوړ په نامه  د طالبانو په مهم  قومندان برید وکړ چې په پایله کې  قومندان مړ او یو تن ساتونکو ټپي شو.

په خبر کې راغلي دي چې عبدالله داوړ  ګل بهادر په مشرۍ د تحریک طالبان پاکستان د یوې بلې ډلې سره  تړاو درلود. دا ډله  په پاکستان کې په یو زیات شمیر ورانکارانه فعالیتونو تورنه  ده.



اړوند خبرونه